د لاس رسي وړ اتصالات

د بنگله دېش پخوانى صدر اعظمه د ادارى فساد په تور محاکمه کېږى


د بنگله دېش ېوې محکمى د دغه هېواد په پخوانى صدر اعظمې شېخ حسېنه واجد باندى وروسته له هغه نه چې د څارنوال په شواهدو ېې غور وکړ په رسمى ډول دا تور لگولى دى چې هغى د حکومتى چوکى نه ناوړه گټه اخېستى ده او له خلکونه ېې پېسى په زور او جبر اخېستى دى.

د محکمى چارواکېو نن د ېکشنبى په ورځ ووېل چې دهغې محًاکمه به د جنورى په اولسمه نېټه باندى پېل شى او په دو ه مېاشتو کې به پاېته ورسېږى.

رپوټ وايي ېچ محکمى د مدافع وکېل دا غوښتنه رد کړه چې وايي دهغې پرخلاف په کافى اندازه شواهد نشته.

محکمه وايي چې د هغې پرخلاف په کافى اندازه شواهد اوبېلگى شته چې د چوکۍ په زور له خلکو نه د پېسو اخېستو په تور محکمى ته احضار کړى شى.

په حسېنه واجد شېخ باندى داتور لگېدلى دى چې هغې ۴٣٧ ملېونه ډالره په ٢٠٠٠ مېلادىکال کې له ېوه سوداگر نه په زور او جبر باندى هغه وخت اخېستى دى چې دا صدر اعظمه وه.

مېرمن حسېنه شېخ دا تورونه رد کړېدى.

په بنگله دېش کې د پوځ له خوانه دلنډ مهاله حکومت ملاتړ کېږى اوتراوسه پورې ېې د سېاسى او ادارى فساد په تور لږ تر لږه ١٥٠ عالېرتبه کسان نېولى دى.

XS
SM
MD
LG