د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د سېرېنا په لوکس هوټل کې اوه کسان قتل شول


څلور مشکوک طالبان چې د چاودونکېو موادونه ډک واسکټونه ېې اغوستى ول اولاسي بمونه او ټوپک هم ورسره و په کابل کې ېې د سېرېنا په هوټل چې ښه کلک امنېتى ترتېبات په کې نېول شوېدى، برېد وکړ.

هغوى په دغه برېد کې لږ تر لږه اوه کسان ووژل. د افغانستان د کورېنو چار و د وزارت نطاق ووېل چې د امرېکا ېو څو تبعه او د ناروې ېو خبرېال په مړو کې شامل دى.

ددې ترڅنگ دهوټل امنېتى ساتونکى هم مړه شوېدى. په دغه برېد کې شپږ نور کسان زخمى شوېدى. په برېد کوونکېو کې ېوه تن خپل ځان په بم والوزاوه اونورو هوټل ته لاسى بمونه ورگوزار کړل او ډزې ېې وکړى.

د هوټل امنېتى ساتونکېو ېو بل برېد کوونکى ووېشت. طالبانو ددغى حملى مسوولېت په غاړه اخېستى دى. په تېرو وختونوکې د طالبانو حملو په غربېانو او د افغانستان د حکومت پرامنېتى مامورانو باندى حملى کړېدى خو په ملکى غربېانو باندې ېې حملى ندى کړى.

د ملگرو ملتونو عمومى منشى بان کېمون وېلى دى چې د ناروې خارجه وزېر ېوناس سټوېرې چې په سېرېېنا هوټل کې ېې دېوه مجلس لپاره ځان چمتو کاوه د حملى هدف و، خو هغه په دغه حمله کې ندى ژول شوى.

د ناروې صدر اعظم جېنز سټالټېنبرگ په بېگناه ملکېانو باندى دغه حمله دنه منلو وړ بللى ده. خو هغه دا زېاته کړه چې دا حمله به ددې سبب نه شى چې دده هېواد په افغانستان کې له خپل کارنه اېسار کړى.

د استرالېا هېواد په افغانستان کې نهه سوه عسکر لرى. استرالېا نن دغه حمله محکومه کړه او وې وېل چې په دې غو رکوى چې خپل سفارت له دغه هوټل نه وباسى.

د استرالېا صدر آعظم کېوېن روډ (.Kevin Rudd ) ووېل دغه وروستى حمله موږ ته دا راپه ېادوى چې په افغانستان کې کار کول څومره گران او خطرناک کار دى.

XS
SM
MD
LG