د لاس رسي وړ اتصالات

بش اوپېک هېوادونه دېته هڅوى چې د تېلو تولېد زېات کړى


د امریکا جمهور ریس جورج بوش د اوپیک په غړو ملکونو باندى غږ وکړ چی د تیلو د بیی د راټیټولو لپاره بازار ته ډیر تیل عرضه کړی.

ښاغلی بوش په سعودی عربستان کی خبریالانو ته وویل چی د تیلو لوړه بیه امریکایانو ته تاوان دی او کیدای شی د امریکا اقتصاد له رکود سره مخامخ کړى.

جمهور ریس جورج بش وویل چی دی به نن د سعودی د پادشاه ملک عبدالله سره د خبرو په دویم پړاو کی دغه موضوع مطرح کړی.

دغه دوه مشران به نن ریاض ته نژدی د آسانو په شاهی فارم کی وگوری. د سعودى عربستان دتېلو وزېر على نعېمى نن ووېل چې سعودى عربستان به د خپلو تېلو تولېد ېوازې هغه وخت زېات کړى چې د مارکېټ شراېط دغه راز اقدام تو جېهه کړى.

ښاغلى بش داېران په باب خپل خبردارى بېا تکرار کړ . هغه ووېل که داېران قواوې په خلېج کې دامرېکا پر نظامى بېړېو حمله وکړى نودا به جدى عواقب ولرى.

XS
SM
MD
LG