د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا افغانستان ته دری زره دوه سوه نور عسکر ور لېږي


پنتاگون اعلان کړی چی په افغانستان کی د امنیت د ټینگولو لپاره به امریکا دری زره دوه سوه نور د سمندری پوځ پلی عسکر افغانستان ته واستوی.

جمهور ریس بوش نن دغه وړاندیز چی د امریکا دفاع وزیر، رابرت گیتس لخوا ورته شوی، منظور کړ.

د امریکایی قواوو د دغو اضافی عسکرو دوه ویشت سوه به یی د نړیوالو امنیتی مرستندویو فواوو آیساف تر قوماندی لاندی خدمت وکړی او پاتی زر تنه نورعسکر به یی د افغانستان د پوځ او پولیسو د روزنی په چارو بوخت وی.

د امریکا پوځی چارواکی وایی چی د اضافی عسکرو لیږل موقتی دی او د افغانستان د امنیت سره د امریکا د تعهد ښکارندوی دی.

د اضافی عسکرو لیږل له دی کبله شوی چی د نړیوالو قواوو د اوه زره پنځه سوه عسکرو د کمبود تلافی وکړی.

په دی دوو تیرو کالونو کی د امریکا ،ناتو او افغان قواوو پرخلاف حملی زیاتی شوی دی.

اټکل شوی چی د پسرلی په راتگ او د واورو په ویلو کیدو سره چی لاری خلاصیږی دغه حملی به زیاتی شی.

XS
SM
MD
LG