د لاس رسي وړ اتصالات

سفیر ویلیم اوډ: د ائتلاف قواو د موسئ کلا دنیولونه وروسته په میلونو ډالر لاس ته راوړل چی...


په کابل کې د امریکا سفیر، ویلیم ووډ، پدی هفته کې موسئ کلاته تللی واو هلته ئې دسیمی دمقاماتو سره لیدنه کتنه کړی وه او ورنه غوښتی و چې د کوکناروکرل بند کړی. دا سیمه د افغانستان یوه له هغو سیمونه ده چې ډیر زیات کوکنار پکې کرل کیږی.

دا سیمه دیوې میاشتی پخوا پوری د طالبانو په لاس کې وه. د ائتلاف او افغان قواو ورنه په یوه لویه تهاجمې حمله کې بیرته ونیوله.

سفیر ووډ له کابل نه د امریکا غږ سره په تلیفونی مرکه کې وویل، موسئ کلاته دخپل سفر په وخت کې ددغې ولسوالې ولسوال د طالبانو د پخوانی قوماندان چې تیره میاشت حکومت ته اوښتی دی، ملا عبدالسلام سره گټوری خبری وکړی.

سفیر وائې، ده برسیره پرنورو موضوعاتو د ولسوال ملاعبدالسلام سره د کوکنارو ضد کوښښونو په باب خبری وکړی او هغه می د نړیوالو د اندیښنونه خبرکړچې وائې، په دغه سیمه کې د هقانان دغنموله فصل نه زیات کوکنار کری.

ښاغلئ ووډ وائې: 'حقیقت دادی چې په افغانستان کې په هغو ځمکوکې زیات کوکنار کرل کیږی چې په عنعنوی توگه پکې غنم کرل کیدل. ځکه نو د کوکنارو د کرکیلی او د غنمو د کمبود تر منځ مستقیم ارتباط موجود دی.

په عمومی توگه دا گمان کیږی چې د افغانستان په جنوبی سیمه کې د ېاغیانو فعالیت زیات دی نو دا له هغو پیسونه تمویلیږی چې د کوکنارو له تولید او د مخدره موادو له قاچاق نه لاس ته راوړل کیږی.'

سفیر ووډ وائې، د ائتلاف قواو د موسئ کلا دنیولونه وروسته په میلونو ډالرلاس ته راوړل چې دا له مخدره موادونه لاس ته راغلی وو.

ښاغلئ ووډ وائې: 'د موسئ کلا دآزادولو نه وروسته ډېرزیات مخدره مواد او د مخدره موادو لابراتوارو نه ضبط کړی شول او نور شواهد ښئ چې دا دکوکنارو دکرلو او په عمومی ډول د قاچاقبرانو دواړو مرکز دی.'

د امریکا سفیر وائې، په عمومی توگه په افغانستان کې امنیتی حالت ښه کیږی او د افراطیانو فعالیت کم شویدی.

ښاغلئ ووډ وائې: 'موږ پدی عقیده یو چې دا په مستقیم ډول دهغو تلفاتو پوری اړه لری چې دوی ته په دوه زره اوم کال کې رسیدلی دی او ښائې چې خپله یوڅه دارائې پاکستان ته تخصیص کړی وی چې دا د هرچا لپاره د اندیښینی یوه خبره ده. افغانستان او پاکستان د تروریزم په خلاف جنگ کې د امریکا مهم متحدین دی.

سفیر ووډ وائې، د دواړو هیوادونو ترمنځ قوی دوه اړخیز روابط به دسیمی د سولې، اقتصاد او ثبات ډاډ ورکړی.

XS
SM
MD
LG