د لاس رسي وړ اتصالات

افراطېانو د پاکستان پوځى تاڼه د افغانستان سرحد سره نېژدى نېولى ده


د پاکستان پوځ وایی چی جگړه مارانو نن د افغانستان د سرحد سره د دوی دملېشو یوه لیری پرته قرارگاه د سختی جگړی نه وروسته تسخیر کړی ده. په دغه جگړه اوه عسکر او څلویښت جگړه ماران په کی وژل شوی دی.

د پوځ نطاق تورن جنرال اطهر عباس وویل چی دغه جگړه د سی شنبی په ماښام هغه وخت ونښته چی په درنو وسلو سمبال درى سوه یاغیانو چې له القاعده سره تړاو لرى، د جنوبى وزیرستان په قبایلی سیمه کی سره روغه په ښار کې په دغه قرارگاه حمله وکړه.

هغه ووېل چې ېاغېانو په دغه حمله کې له راکټ لانچرونو نه کارواخېست او تاڼى ته ور ننوتل. د پوځ دغه نطاق وویل چی شل تنه عسکر لادرکه شوی او پنځلس تنه نور یوی بلی نژدی قرارگاه ته تښتیدلی وو.

محلی چارواکی وایی چی دا سیمه په القاعدی سره دتړاو لرونکېو یاغیانو د مشر بیت الله مسعود ټینگ مرکز دی، چی د پاکستان حکومت ویلی وو چی په راولپنډى کی یی د ډسمبر په ٢٧ نیټه د پخوانی صدراعظمی او د مخالف گوند د مشری بینظیر بوتو په قتل کی لاس لاره.

په یوه بل خبر کی راغلی چی د سوات په دره کی د سړک په غاړیه یو ماین هغه وخت وچاودید چی د پوځ د گزمی موټر تیرید ل،تر اوسه په دی پیښه کی د مرگ ژوبلی راپور ندی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG