د لاس رسي وړ اتصالات

د اېهود له اېتلافى حکومت نه ېو سخت درېځه گوند دوتلو نېت لرى


د اسراېېلو د صدر اعظم اېهود اولمېرت له اېتلافى حکومت نه ېو سخت درېځه گوند دوتلو نېت لرى. د اسراېېلو ددغه سخت درېځه گوند اسراېېل بېتېنى مشر ښاغلى لېبرمن نن په بېت المقدس کې په ېوه خبرى کنفرانس کې دغه اعلان وکړ.

د اسراېېلو د ستراتېژېکو چارو وزېر گواښ کړېدى چې هغه وخت چې له فلسطېنېانو سره د سولى خبرى ډېرو مهمو او غټو مسلو ته ورسېږى نودوى له اېتلاف نه ووزى.

رپوټ وايي د اسراېېلو او فلسطېېنېانو ترمنځ په مهمو مسلو کې د سرحدونو ټاکل، د فلسطېنى مهاجرانو وضعېت او د بېت المقدس راتلونکى درېځ شامل دى.

لېبرمن ووېل دى په دې عقېده دى چې د سولى مذاکرات زمکى پربنا ېوه اشتباه ده او اسراېېل به تباه کړى.

د لېبرمن د اسراېېل بېتى نو گوند د اسراېېلو په پارلېمان کې ېوولس چوکى لرى. د اسراېېلو پارلېمان ١٢٠ غړى لرى.

ددغه گوند له وتلونه وروسته به د اېهود اولمېرت گوند په پارلمېان کې ٦٧ چوکى ولرى.

XS
SM
MD
LG