د لاس رسي وړ اتصالات

گېټس د ېاغېانو په مقابل کې د ناټو په جنگى قابلېت باندى انتقاد کړېدى


د امرېکا ددفاع وزېر، رابرټ گېټس، د ېاغېانو په مقابل کې د ناټو په جنگى قابلېت باندى انتقاد کړېدى او وېلى ېې دى چې ډېرې اروپاېې قواوې د ساړه جنگ د زمانى جگړو ته روزل شوېدى.

گېټس لاس انجلس ټاېمز ته ووېل دى په دې اندېښمن دى چې ېوشمېر نظامى سلاکاران چې افغانستان ته لېږل شوېدى هغوى مناسبه روزنه نده کړى. او ېوشمېر قواوې چې هلته لېږل کېږى هغوى په دې نپوهېږى چې له ېاغېانو سره څنگه مقابله وکړى.

د ښاغلى گېټس مرکه نن په لاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه کې خپره شوه. هغه وېلى دى چې زېاتره اروپاېې قواوې د ېاغېانو ضد عملېاتوکې روزل شوي نه دى. هغوى د فولډا گېپ په دود جگړى لپاره روزل شوېدى.

فولډا گېپ د جرمنى په هغه برخه کې لوېدېز جرمنى بلل کېده ېوه سېمه ده او داسى تصور کېده چې د ساړه جنگ په زمانه کې چې د د شوروى په مشرى حمله به له دې لارى نه کېږى.

رپوټ وايي ددې توقع کېږى چې په راتلونکى پسرلى کې مرگ ژوبله هغه وخت زېاته شى چې واورې وېلى شى او سړکونه دتلو راتلو وړ شى.

امرېکا په دې اونى کې اعلان وکړ چې افغانستان ته ٣٢٠٠ نور عسکر هم ورلېږى. تردى مخکى د امرېکا ٢٧ زره عسکر په افغانستان کې پراته دى. په هغو کې نېمايي د ناټو په مامورېت کې شامل دى. نورېې د امرېکا په مشرى اېتلاف کې برخه لرى.

XS
SM
MD
LG