د لاس رسي وړ اتصالات

توندروانو د جنوبی وزیریستان په قبیلوی سیمه کی یوه قلا خوشی کړه


د پاکستان پوځ وایی اسلامی توندورانو هغه قلا خوشی کړې ده چی ددغی هفتې په سرکی یې د افغانستان سرحد ته نیژدې ونیوله.

مقاماتو نن وویل دغو توندروانو د جنوبی وزیریستان په قبیلوی سیمه کی دغه قلا خوشی کړه. تقریبا درې سوه توندورانو، چی راکټ لنچرونه ورسره وه، د سه شنبې په ماښام دغه قلا ونیوله.

پوځی مقامات وایی په دغه حمله کی اوه تنه پوځیان او لږترلږه څلوېښت تنه توندروان ووژل سول. ددغی جگړې څخه وروسته په لومړنیو رپوټونو کی ویل سويوه چی شل تنه نور عسکر ورک دي، خو مقامات اوس وایی چی ددغو عسکرو زیاتره کسان بیرته پیدا سوي دی.

محلی مقمات وایی دغه سیمه د القاعده سره د تړلي مشر بیت الله محسود یو مرکز دی. حکومت ویلي دي چی هغه د ډسامبر پر اوه ویشتمه د پخوانۍ صدراعظمی بینظیر بوټو په قتل کی لاس درلود.

XS
SM
MD
LG