د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان مهاجرینو به باب د ایران فیصله


د افغانستان حکومت د اېران د هغی فیصلې هرکلی کړی دی چی په موقتی توگه د څه باندی یو میلیون افغان مهاجرینو د ایستلو پلانو نه یې ځنډولي دي.

د اېران حکومت خپله دغه فیصله د افغانستان د مقاماتو د هغو هلو ځلو نه وروسته وگرځوله چی ویل یې که دغه کسان د روان کال په سخت ژمی کی د اېران نه وایستل شی، نو دا به یوه فاجعه منځته راوړی.

د چارشنبې په ورځ د اېران جمهور ریس، محمود احمدی نژاد امر وکړ چی ددغو کسانو ایستل دي د بشری ستونزی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړېکو له امله وځنډول شی.

اېران وایی هیله لری چی د افغانستان حکومت به ددغه فرصت نه په گټی اخیستلو سره د دغو کسانو دپاره تسهیلات برابر کړي څو یو ځل چی د اېران ددغو کسانو ایستل پیل شی، نو هغاوی له مشکلاتو سره مخامخ نه شی.

اېران ددغو کسانو د ایستلو کار تېره هفته پیل کړ او څه د پاسه دوه سوه افغانان یې وایستل.

په میلیونو افغانان څه باندی دېرش کاله مخکی په افغانستان باندی د شوروی د قواو د یرغل نه وروسته اېران ته مهاجر شول.

اېران وایی دغه مهاجرین د هغه هیواد په اقتصاد باندی یو پېټی دی.

XS
SM
MD
LG