د لاس رسي وړ اتصالات

په صوبه سرحد کی د شیعه گانو په یوه جومات کی لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دی


د پاکستان په صوبه سرحد کی د شیعه گانو په یوه جومات کی دچادونی په اثر لږترلږه څلور تنه وژل سوي او څه دپاسه شل تنه زخمیان شوي دی.

مقامات وایی دغه چاودنه نن په پېښور کی په یوه جومات کی منځته راغله. دا چاودنه په داسی وخت کی وسوه چی د پاکستان شیعه اقلیت د عاوشرا دپاره تیاری کوی.

په دغو مذهبی مراسمو کی معمولا فرقه ای نښتی کېږی.

دغه راز د پاکستان پوځ وایی اسلامی توندروانو هغه قلا خوشی کړې ده چی د افغانستان سرحد ته نیژدې یې نیولې وه.

یوه پوځی نطاق وویل توندورانو دجنوبی وزیریستان په قبیلوی سیمه کی د سره روغه په ښارگوټي کی دغه قلا خوشی کړې ده.

په سل هاو توندروانو د سه شنبې په ماښام پر دغه قلا باندی د راکټ لنچرونو حمله وکړه. پوځ وایی په هغه نښته کی لږترلږه څلوېښت تنه توندروان او اوه تنه عسکر وژل سوي دی.

مقامات په نورو پنځه لسو ورکو سویو عسکرو پسی گرځی. حکومت وایی دغه سیمه د القاعده سره د تړلي توندرو مشر بیت اللله محسود مرکز دی.

مقامات وایی هغه د ډسامبر پر اوه ویشتمه د پخوانۍ صدراعظمی بینظیربوټو په قتل کی لاس درلود.

XS
SM
MD
LG