د لاس رسي وړ اتصالات

نیگروپونټې: اېران اوس هم د توغوندیو تولید ته دوام ورکوی او یورانیوم غنی کوی


د متحده ایالاتو تر ټولو ستر ډیپلوماټ د چین څخه غوښتی دی چی په داسی وخت کی د اېران پر ضد د نویو تعزیراتو دلگېدلو ملاتړ وکړی چی د اېران د اټومی موادو په باب مذاکره کونکی پیکینگ ته رسېدلی او ددغو تعزیراتو د لگېدلو پر ضد فعالیت کوی.

د متحده ایالاتو د خارجه زویری مرستیال، جان نیگروپونټې، خبریالانو ته وویل هغه به په راتلونکو دوو ورځو کی د چین د خارجه زویر د مرستیال ډای بینگو سره خبری وکړی.

نیگروپونټې وویل په داسی حال کی چی د متحده یالاتو د استخباراتو یو تازه رپوټ وایی اېران د یوې اټومی جنگی کوپړۍ په باب خپل تحقیقات تعطیل کړی دي، خو اېران اوس هم د توغوندیو تولید ته دوام ورکوی او یورانیوم غنی کوی چی د اټومی وسلو په جوړولو کی کار ورڅخه ایسختل کېدلای سی.

نیگروپونټې وویل د اېران دغه راز کارونه د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د پرېکړو څخه سرغړونه ده. ده دا خبره په داسی وخت کی وکړه چی د اټومی پروگرام په باب د اېران عالی رتبه استازی، سعید جلیلی، د چین له مقاماتو سره د خبرو دپاره پیکینگ ته تللی وو.

د چین د خارجه وزارت نطاقی جیانگ یو وویل د چین مقامات به په راتلونکو دوو ورځو کی د جلیلی سره خبری وکړی، مگر د واشنگټن دریځ یې تایید نه کړ.

XS
SM
MD
LG