د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې په تړانگه کی پر یوه موټر باندی د اسراییلو په بمباری کی دوه تنه وژل شوي دی


فلسطینی عینی شاهدان وایی د غزې په تړانگه کی پر یوه موټر باندی د اسراییلو په بمباری کی دوه تنه وژل سوي او درې نور ټپیان شوي دی.

د اسراییلو پوځ وویل ددغه رپوټ په باب تحقیقات کوی.

مخکی د اسراییلو مقاماتو وویل پوځ د غزې په تړانگه کی، چی د حماس د ډلی تر کنټرول لاندی ده، تر هغه وخته پوری خپلو حملو ته ودام ورکوی چی هغوی پر اسراییلو باندی د راکټونو حملې بندی کړي نه وی.

مقاماتو وویل فلسطینی توندروانو د چار شنبې په ورځ د اسراییلو د سید روت په ښارگوټي باندی څه باندی څلوېښت راکټونه ورا کړل.

دغه راز د حماس مشر پرون وروسته له هغه د اسراییلو د یوه عسکر د خوشی کېدلو احتمال رد کړ چی د غزې په تړانگی باندی د اسراییلو په حملو کی شل تنه فلسطینان، چی اکثر یې توندروان وه، ووژل سول.

خالد مشعل په دمشق کی د خبرو په ترڅ کی وویل د اسراییلو دغه عسکر به تر هغه وخته پوری خوشی نه سی تر څو پوری چی زموږ ټول ځوانان او نجونی خوشی سوي نه وی.

د فلسطین توندروانو د کال ٢٠٠٦ د جون په میاشت کی د اسراییلو سرحد ته نیژدې د اسراییلو دغه عسکر ونیوی.

XS
SM
MD
LG