د لاس رسي وړ اتصالات

اسراییلو نن په بریالی توگه د اوږده واټن د توغوندي ازمېینه وکړه


اسراییلو نن په بریالی توگه د اوږده واټن د توغوندي ازمېینه وکړه. د اسراییلو د دفاع د وزارت یوه اعلامیه وایی د توغوندي دغه ازمېیینه یې د کوپړۍ د انتقالولو دپاره وکړه.

د اسراییلو راډیو رپوټ ورکوی چی دغه توغوندی کولای سی چی غیر اټومی کوپړۍ انتقال کړی. فکر کېږی چی اسراییل اټومی وسلې لری.

د اسراییلو راډیو دغه راز وویل اسراییل د حزب الله د گیریلایانو د کاتیوشا او د اېران د توغوندیو په مقابل کی ددفاعی سسټم د جوړولو ازمېینی کوی.

اسراییل په دې عقیده دي چی اېران به تر کال ٢٠١٠ پوری اټومی بمب جوړ کړی او وایی چی په اټومی وسلو سمبال اېران د یهودو دولت وجود تهدیدولای سی.

د اېران جمهور ریس محمود احمدی نژاد ویلی دي چی اسراییل باید د نړۍ د نقشې څخه محو سی.

XS
SM
MD
LG