د لاس رسي وړ اتصالات

کینیا: پولیسو د مظاهرو په دوهمه ورځ اوه تنه وژلي دي


د کینیا د حکومت مخالف مشر رېلا اوډینگا وایی پولیسو د جمهور ریس ماوی کیباکی د انتخابېدلو په مقابل کی د مظاهرو په دوهمه ورځ اوه تنه وژلي دي.

عینی شاهدانو رپوټ ورکړ چی پولیسو نن د نایروبی په یوه سیمه او لوېدیځ ښار کیسمو کی پر مظاهره کونکو باندی اوښکی بهونکی گاز استعمال کړی او گولی یې ورباندی چلولي دي.

مخالفینو د جمعې په روځ هم د مظاهرو غوښتنه کړې ده او وایی چی حکومت د تېری میاشتی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی غبن کړی دی.

د چار شنبې په ورځ، چی د مظاهرو لومړنی ورځ وه، پولیسو د کیسمو په ښار کی، چی لږترلږه زرو کسانو د غونډېدلو هڅه کوله، څلور تنه مظاهره کونکی وویشتل او ووژل.

پولیسو دغه راز په یو شمېر نورو ښارونو کی هم د مظاهره کونکو سره نښتی وکړې.

XS
SM
MD
LG