د لاس رسي وړ اتصالات

اسیا ته د برټانیې د صدراعظم، گورډون براون، سفر نن وځنډېده


اسیا ته د برټانیې د صدراعظم گورډون براون سفر نن ځکه وځنډېدی چی د برټانیې یوه مسافر وړونکې الوتکه د هیترو په هوایی میدان په عاجله توگه کښېنستله.

د صدراعظم الوتکی ددغی پېښی سره اړه نه درلوده. دا پېښه هغه وخت پیل سوه چی یوه بویینگ جیټ الوتکه چی د پیکینگ څخه لندن ته راتله، د الوتکو د کښېناستلو له سړک څخه څو سوه میتره لیری په وښو کی کښته سوه.

د چا د زخمی کېدلو رپوټ نه ده ورکړه سوی، مگر د الوتکی د کښېناستلو سړک بند سو.

XS
SM
MD
LG