د لاس رسي وړ اتصالات

د ملکی خلکو سره، د ېوه افغان ډاکتر او په چغچران کی د PRT تیم طبی مرستی


ېوه افغان ډاکتر او په چغچران کی د ولاېت د ابادئ دټېم، پی ار ټي، ېوه روغتېاېې ټېم په شرېکه توگه څه موده مخکی د غور ولاېت په بډگه کلی کې ملکی خلکو سره د طبی مرستو د رسولو ېو گشت وکړ.

په دی جمله په غور کی لېتوانېا د عسکری ډاکترانو ېوې ډلې، د چغچران د روغتون د ډاکتر نسېم په ملگرتېا ددغه کلی د تقرېبا ېو سلو څلور څلوېښتو ناروغانو علاج وکړ.

په غور کی د پی ار ټي د ټېم مشر ډگرمن مارېس واېې مونږ خوشحاله شو چه شپږ نوي نارېنو، دروېشتو مېرمنو او پنځه وېتو ماشومانو سره مو مرسته وکړه او هر ناروغ ته د معاېنی نه وروسته لازمه دوا ورکړل شوه.

ډاکتر نسېم د ډاکترانو د ټېم سره د ناروغانو د ناروغئ په تشخېصولو کی کومک وکړ او د ېوې محلی دوا خانی سره ېې نږدی د ناروغانو د استقبال لپاره شراېط برابر کړل.

د لېتوانېا عسکری ډاکترانو دډاکتر نسېم د ښه فعالېت ستاېنه وکړه، ځکه چه هغه به لومړې د ناروغانو سره خبری کولی او که دې ورسره ملگری شوی نه وای، نو د پي ار ټي ټېم په خپل سر دا کار په برېالېتوب سره نه شو رسولی.

د ټېم مشر واې ډاکتر نسېم ډېر ښه کار وکړ. د لېتوانېا د طبی ټېم مشر د هغه د کومک ډېره مننه وکړه.

په چغچران کی ډاکتران واېې چه تر ټولو معموله ناروغی چه ښځی او نارېنه ورسره اکثره مخامخېږی، د معدی د پړسوب، گاز، د د زنگنونو درد، د سترگو او جلدی ناروغئ دی.

په غور کی ماشومان زېاتره د معدی په ناروغئ اخته کېږی، غوږونه ېې درد کوی، سترگی ېې خوږېږی او ېا د غاښو نو په درد اخته وی.

په غور کی د د پی ارټي نظامی مسوول، ډگروال البرټاس کانډرو ټاس، واېې دې متاسف دی چه هرچا سره ېې مرسته ونه شوه کولی او په اېنده کې به هم خپلو طبی گشتونو ته دوام ورکوی او 'ډېر خوښ ېوو چه د افغانستان د اولس سره مرستی وکړو.

XS
SM
MD
LG