د لاس رسي وړ اتصالات

سي ای ا  دبهتودوژلو ملامتی په افراطی قبائلیانو او القاعدی اچوی


دامریکا داستخباراتو دمرکزی ادارې ‏(‎ CIA ) رئیس وائې، هغه افراطیان چې دالقاعدی سره ارتباط لری او دپاکستان دیوقبائلی مشرمتحدین دپخوانی صدراعظمې او مخالفی مشری بینظیر بهتو دوژلو مسؤل دی . میرمن بهتو تیره میاشت وژل شوی وه .

ددغې اداری رئیس مائکل هائډن واشنگټن پوست ورځپاڼی ته وویل، میرمن بهتو هغو جنگیالیانووژلی وه دقبائلی مشر بیت اله محسود سره ملگری دی او ددوی سره دالقاعدی ملاتړو. CIA رئیس وویل، دالقاعدی او په پاکستان کې دمختلفو افراطی ډلو ترمنځ ارتباط موجود دی او ددوی نیت دادی چې دپاکستان اوسنی موجودیت ته تاوان ورسوی . دا تبصره دامریکا داستخباراتو یومامور په عام محضرکې وکړه چې دمیرمن بهتو دقتل څوک مسؤل و.

دپاکستان حکومت هم په محسود باندی دمیرمن بهتو دوژلو ملامتی اچولی ده چې دډیسمبرپه ٢٧ نیټه وژل شوی وه. مگر دمیرمن بهتو کورنې شک لری چې په دغه توطیه کې دجمهوررئیس مشرف ماموران لاس لری. دسکاټلیند یارډ پولیس دمیرمن بهتودژلو په تحقیقاتو کې دپاکستان حکومت سره مرسته کوی .

XS
SM
MD
LG