د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي د اتومي پروگرام په هکله د تهران او پیکینگ درېځ یو دی


دایران سترمرکچی سعید جلیلی وائې، دهغه هیواد او چین دایران داتمی پروگرام په باره یوشان دریځ لری . ښاغلې جلیلی په پیکینگ کې دچین دمامورانو سره دخبرونه وروسته خبریالانوته وویل، دواړه هیوادونه داقتصادی بندیزونو، داتمی وسلو دخپرولو او دسوله ایزو مقاصدو لپاره دانرژی داستعمال په باره کې گډ نظر لری . مگر هغه پدی باره کې نور تفصیل ورنکړ. چین چې له ایران نه ئې غوښتی وچې دملگرو ملتونو دامنیت شورا غوښتنی ومنی چې خپل داتمی فعالیتونو په باره کې ټولو پوښتنو ته ځوابونه ووائې، دایران په خلاف دسختو اقتصادی بندیزونو دلگولو په باره کې زړه نازړه دی .

چین دملگرو ملتونو دڅلورو نورو ملکونو امریکا ، بریتانیه ،روسېه اوفرانسی او المان سره بله هفته په برلن کې غونډه کوی چې دایران په اتمی موضوع باندی خبری وکړی . له بلی خوا دایران دولتی مطبوعاتورپوټ ورکړچې روسېې نن دجمعی په ورځ اتمی سونگ مواد ایران ته ورسول چې دبوشهر په اتمی بټۍ کې ورنه کارواخلی .

XS
SM
MD
LG