د لاس رسي وړ اتصالات

په بصره کې د عراقی قواو او شعیه گانو ترمنځ نښته شویده


د عراق پولیسان وائې نن د جمعی په ورځ په جنوبی ښارونو بصره او ناصریه کې د امنیتی قواو او دوسله والو شعیه گانو ترمنځ نښته شویده.

عینی شاهدان وائې، په دغه نښته کې تلفات اوښتی دی. مگر د تلفاتو اندازه تر اوسه پوری نده معلومه شوی.

سره لدی چې د جنوب په لسوولایتونو، په بغداد او د دیالا په شمالی ولایت کې د عاشورا د لسو ورځو د مراسمو دلمانځلو په وخت کې په گرځیدو راگرځیدو باندی بندیز لگول شوی خو بیاهم نښتی وشی.

د شعیه گانو لپاره د عاشورا مراسم ډیر مقدس دی. په تیر وخت د اشوری د مراسموپه وخت کې فرقه ئې تاوتریخوالی پیښده.

پرون د پنجشنبی په ورځ د دیالا مرکز باقوبه ته نژدی یو سرتیری خپل ځان د شعیه گانو جومات ته نژدی والوزاوه.

په دغه پیښه کې لږترلږه نهه تنه ووژل شول او څوارلس نور زخمیان شول. له بلی خوا په زرگونو شعیه زیارت کونکی له درست عراق او د اسلامی نړې نه دشعیه گانو مقدس ښار کربلاته ورغلې چې داشوری مراسم په دغه مقدس ښار کې ولمانځی.

د اسلام د پیغمبر دلمسی یادو کړی په اومه پیړۍ کې د کربلا په جنگ کې شهید شوی و.

XS
SM
MD
LG