د لاس رسي وړ اتصالات

په تائلینډ کې د تاکسن متحدینو د ائتلافی حکومت جوړیدل اعلان کړل


د تائلینډ د خلکو د زور گوند چې له قدرت نه دایسته شوی پخوانی صدر اعظم تاکسن شیناواترا پلوی کوی، د ائتلافی حکومت جوړیدل اعلان کړل چې شپږ گوندونه پکې گدون لری.

دppp د گوند مشر سماک سنداراویج نن دشنبی په ورځ اعلان وکړچې په ۴٨٠ کسیزه ولسې جرگه کې له درو نه دوه برخې څوکې ولری.

پرون د جمعې په ورځ د تائلینډ ستری محکمې هغه قانونی اعتراضونه رد کړل چې ددغه گوند په بری باندی شوی واو دغه گوند ته ئې لاره اواره کړه چې نوی حکومت جوړکړی.

سترې محکمې وویل، دا اجازه نلری چې ددغو ادعاگانو په باره کې فیصله وکړی چې دد غه گوند بری رد کړی چې دډیسمبر د٢٣ می نیټې په پارلمانی انتخاباتو کې په نصیب شوی و چې اکثریت رائې گټلی وی.

XS
SM
MD
LG