د لاس رسي وړ اتصالات

'جنگ اوس په افغانستان کې پیل کیږی!'


یوه غیردولتی امنیتی مؤسسه وائې، جنگ اوس په افغانستان کې پیل کیږی، په داسی حال کې چې یاغی طالبانو په دوه زره اوم کال کې ځینی ځایونه نیولی وو.

د افغانستان دغیردولتی د امنیتی مؤسسی دفتر نن دشنبی په ورځ یو رپوټ خپورکړیدی چې وائې، په راتونکی کې به دوه زره اوم کال ته دداسی کال په نظر کتل کیږی چې یاغیان طالبان په جدی توگه په جنگ کې شامل شول.

امریکا د یو د پاسه په دوه زرم کال کې طالبان راوپرزول مگر رپوټ څرگندوی چې د یاغی طالبانو له ماتی نه داسی څرگندیږی چې دوی په سټراټیجیکی توگه په اسانی په شاتگ وکړ په ځای ددی چې واقعی نظامی ماتی وخوری.

تیرکال په افغانستان کې د طالبانو پوری مربوط تاوتریخوالی زیات شوی وواو دغه مؤسسه وائې، دوه زره اتم کال به دوه زره اوم کال ته ورته یوکال وی.

له بلی خوامامورانو وویل، نن دشنبی په ورځ دناټو په مشری عسکرو دکنړ په ولایت کې څه دپاسه شل یاغیان وژلی یا ئې زخمیان کړیدی.

ماموران وائې، افراطیان په نظامی مرکزونو باندی د حملو پلان جوړوی. نن دشنبی په ورځ د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی په مسلمانانو باندی غږو کړ چې په هیواد کې د ترورستانو په خلاف چې ځانمرگی حملی کوی، سره متحد شی.

ښاغلې کرزی دا تبصره په کابل کې د اشورا د مراسمو د لمانځلوپه وخت کې وکړه.

XS
SM
MD
LG