د لاس رسي وړ اتصالات

د لورا بش سره مرکه


پوښتنه:- کله چی تاسو په یو د پاسه دوه زرم کی، د امریکا لومړی میرمنی په توگه، سپینی ماڼی ته راغلاست، په افغانستان کی د طالبانو واکمني وه. او افغانستان د تررستي فعالیتونو ځاله وگرځیده. وروسته د امریکا په لاس د هڅو په نتیجه کی نوی حکومت رامنځ ته شو، ستاسو په نظر په تیرو شپږو کلونو نه راهیسی د خلکو په ژوند کی څه ډول بدلونونه راغلي دی؟

. زه فکر کوم هلته په تیرو شپږو کلونو کی غټ بدلونونه راغلي دي. په حکومتي چاروکې، تر څنگ یی انتخابات تر سره شول. دوه ځلې خلکو په رایو اچونو کې برخه واخیسته چی پکی زیات شمیر ښځی شاملی وې. نوې حکومت، اساسي قانون، دا ټول هغه لوي گامونه دي چی افغانستان د پرمختگ په لور اوچت کړي دي.

ښونځي ودان شول، ماشومانو زده کړې ته مخه کړه نو دا غټ بدلونونه دي. هلته د نور کار او زیات زیار ضرورت شته. واضحه ده چی نړی هم هر څه په سترگو ولیدل او پدی زیار کې د افغانستان سره شریکه وه.

پوښتنه :- په دوه زره پنځم عیسوی کال کی، افغانستان ته د سفر په وخت مو د افغانانو سره ولیدل. اول خو دا چی ولی هلته لاړی او بل د خلو په لیدو مو لومړنی برداشت څه و؟

د هر امریکایی وگړي په شان ما په افغانستان کی حالات د تلویزیون له لارې څارل. د سپتمبر د یولسمې نیټې وروسته لدی چی جمهور رئیس بش یی په اړه خپله رادیویی وینا واوره وله، په افغانستان کې د ښځو ستونزو ته پام شو.

زما په زړه کې هیله ژوندی شوه چی د امریکا ښځې او نارینه د افغانستان په ستونزو خبر شي. زما زړه ډیر غوښتل چی افغانستان ته د سفر زمینه برابره شي چی بالاخره په دوه زره پنځم کال کې افغانستان ته لاړم او بیا وروسته زه او جمهور رئیس بش بیا کابل ته لاړو او هلته مو د امریکا د متحدو ایالاتو نوی سفارت پرانست. له هماغه راهیسی تاسو په افغانستان کی د ښځو او ماشومانو د ژوند د بهترولو دپاره په څو څو بشري موسسو کی فعالیت پیل کړ.

ستاسو په نظر، تر ټولو غټه اړتیا څه ده؟ او د نړیوالی ټولنی مرستی څنگه باید تنظیم شي؟

زه یوه ښوونکې یم. او په یوه کتابتون کې می دنده تر سره کړی ده. زه فکر کوم تعلیم او تربیه د ټولنی دپاره یو تر ټولو مهم او اساسي اړتیا ده چی یو حکومت یی باید خپلو وگړو ته برابر کړي - که وکړای شي. ځکه د افغانانو راتلونکي نسل دپاره حیاتي ارزښت لري.

خو ددی تر څنگ نوری اړتیاوی هم باید په نظر کی ونیول شي. مثلا سړکونه، تر څو چی د افغانستان لرې پرتې سیمې د هیواد نورو برخو سره وتړل شي.

د څښاک پاکې اوبه، ډوډی، سر پناه او داسی نور. دا ټولې بنسټیزی اړتیاوی دي چی نړیواله ټولنه یی په برخه کی باید مرسته وکړی او مرسته یی هم کړی ده. زیات سړکونه جوړ شوی، د پنځو کالو راهیسی، روغتیایی مرکزونه ډیر ضروری گڼل کیږي، داسې ډیری اړتیاوی دي چی نړیواله ټولنه یی په پوره کولو کی مرسته کولای شي او مرسته یی هم کړی ده.

خو زه فکرکوم چی پخپله د افغانستان خلک هم کولای شي چی خپل توپیرونه پریدياو د یوه بل سره په گډه ودریږي او ووایی چی مونږ نور تررزم نه غواړو، مونږ غواړو ددی موقع نه چی زمونږ د هیواد دپاره برابره شوی ده، گټه پورته کړو تر څو یو با ثباته او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان چی ټول ځانونه پکی خوندي وگڼی، خلک بیرته تعلیم پکی تر لاسه کړی، جوړ شي.

راځی چی د ښځو د ژوند په باب خبری وکړو. تاسو د تعلیم او د کار د موندلو په پروگرامونو له لاری د سل هاو ښځو سره د مرستی هڅی کړی دی. کولای شی چی د کار د بریالیو نتیجو کیسی مونږ سره شریکی کړی؟

د افغان ښځو د بریالیتوب ریښتونې قصی زیاتی دي. یوه کیسه می همدا اوس فکر ته راغله او هغه هم ځکه چی دا ښځه اوس دلته په ننۍ غونډه کی ناسته وه.

دغې ښځی د ارزو په نوم چی د هیلی معنی ورکوی یو شرکت پرانست. دا ښځه غواړی افغان ښځی په خپلو پښو ودریږی او له همدی لاری د افغانستان د لاسي صنایعو صنعت ته چی افغان ښځی پکی ډیر استعداد لري، په ښه توگه یی جوړوي، وده ورکړی او د له منځه تللو مخه یی ونیسی.

د مثآل په توگه د غالیو او بدل. دا ښځه نورو ملکونو ته ددی تولیداتو په صآدرولو کی هم مرسته کوي. ما په خپله دوه افغانۍ قالینی د سپینې مانۍ دپاره را ونیولې. زه پدی ویاړم چی په سپېنې ماڼی کی د افغانو ښځو په لاس دوه اوبدل شوې غالی پرتی دی.

د ښونکو ښځینه ښوونکو ژوند د خطر سره مخامیږي. دوی د دی خطر په منلو خپله دنده تر سره کوی، د هغوی د ښی ساتنی دپاره باید څه وشي؟

دا ډیره مهمه مسله ده د امنیت په برخه کی ټول هغه کارونه چی د امریکا حکومت پکی لاس لری ارزښتنا که گڼل کیږي. په عین وخت کی دا د افغانستان دپاره هم مهمه ده چی د خپلو پولیسو او ملی ارود په غښلي کولو کی زیا روباسي آو د نړیوالی ټولنی په مرسته و روسره په گډه چی په هغه هیواد کی د ښځو او ماشومانو د ساتنی په خاطر هلته تللي دی تر څو ماشومان زده کړې تر لاسه کړي.

تاسو روغتیایی چارو ته هم د اتلو په شان ملا تړلی ده؛ په خاصه توگه د ماشومانو په برخه کی. اوس په افغانستان کی غیر حکومتی او بشری اداری په خدمت لگیا دي خو په کلینیکونو او روغتونونو کی د متخصصینو، دارو درملو او وسایلو کموالی لیدل کیږی. څه باید وشی چی داکترانو ته هغه وسایل چی د خلکو د ژوند د ژغورنی دپاره ورته اړتیا لری ور په لاس کړو.

ښه دا هم ډیر مهم دی. داسی ستونزی ډیری دي چی نړیواله ټولنه باید پکې مرستی ته مټی ونغاړی او دا مرسته یی رسولی هم ده. له همدی کبله په افغانستان کې د ماشومانو د مړینی کچه را ټیټه شوه، د روغتیایی کارکونکو روزنې ډیری مهمې دي.

د سواد د زده کړی کورسونه هغو ښځو ته ضروري دي چی د طالبانو په وخت کی را لوي شوی و. هغوی ښوونځي ته یی د تگ اجازه نه درلوده او د تعلیم تربیی د تر لاسه کولو بی برخی پاتی شول.

راځی چی د لوړو زده کړو په باب خبرې وکړو. مونږه پوهیږو چی تاسو په کابل کې د امریکایی پوهنتون کلکه ملاتړ کونکی یاستۍ ستاسو په نظر د افغان ځوانانو دپاره لوړی زده کړی ولی دومره مهمی دي؟

زه داسی ښوونکې پیژنم چی متحده ایالاتو ته راغلي او د بیلو امریکایی کورنیو سره ژوند کوي او هماته د یو څو سمسترونو دپاره درس لولي څو دوی د تدریس په بیلو میتودونو ځان بلد کړي. ځکه دوی چی کله بیرته خپل هیواد افغانستان ته ستنی شی نو خپلی لاس ته راوړنی د نورو سره شریکی کړي.

خو زه د ښځو ډار احساسوم او پوهیړم د ښځو او ناینه و دواړو. د تعلیم نه د بی برخی کیدو ویره نو زمونږ د ماشومانو دپاره تعلیم ډیر مهم گڼل کیږي.

زه غواړم او هیله لرم، هر څومره زده کونکي چی د ښوونځيونه فارغیږی باید پوهنتونو کی شامل شی تر څو لوړ دی زده کړی هم تر لاسه کړي دا د افغانستان د خلکو دپاره ډیره مهمه ده چی د خپل قابلیت په لوړولو کی تر ټولو زیار اوباسي ځکه په هغه هیواد کی چی تعلیم یافته خلکو شمیر زیات وي نو د خپل هیواد چاری په ښه توگه سمبالولای شي.

او ښه مشران کیدای شي او کله چی د نړیوالی ټولنی له خوا د مرستی پیسی راځی نو دوی کولای شي چی دا پیسی په ښه توگه ولگوي او ټولو اړو ته یی ورسوي او داسی قابلیت ته ځان رسول هم وخت غواړي.

د افغانستان گاونډ، پاکستان د بېنظیر بوتو د مرگ نه وروسته په سیاسي او امنیتی جنجال کی را گیر دی. د بینظیری ملاتړو ژمنه کړی چی د هغی لاری ته چی د یوه دیموکراتیک نظام په لور پرمختگ دی دوام ورکوي ستاسو پیام د پاکستان د خلکو دپاره څه ده؟

زه د هغو کسانو تر شا دریږم او ملاتړ یی کوم چی دیموکراسۍ ته د رسیدو هڅې کوي. زه د بېنظیر بوتو په مرگ ډیره غمجنه شوم. خپل تسلیت او ډاډ گیرنې د پاکستان خلکو ته وړاندې کوم. دا پاکستان او افغانستان دواړو ته ډیره مهمه ده چی د دیموکراسۍ په لور لاس وغزوي.

افغانستان او پاکستان یو بل سره اوږد گډ سرحد لري نو اړیکې یی باید ټینگې او غښتلې وي. پداسی حال کې چې یو ځای ددیموکراسی په لور گام اوچتوي.

په افغانستان کې د ځوانې دیموکراسۍ هڅی هم روانی دی نو په گډه د همکاری په نتیجه کی لاری چاری زیاتیږي چې زه فکر کوم دواړه هیوادونه باید یو بل ته د مرستی لاس ورکړي او دیمو کراسۍ ته د رسیدو دپاره ښه ملگري شي.

زه پدې ویاړم چی جمهور رئیس بش، د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي او د پاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف تر منځ د غونډې کوربه توب په غاړه واخیست، یو ځای یی سره کینول تر څو د یو بله سره د همکاری په باب خبرې اترې وکړي.

پدی وروستیو کلونو کی هالیوود، د گدي پران باز او چارلی ولسن د جگړی په نوم څو څو فلمونه د افغانستان په باب جوړ کړی اول خو ستاسو نظر ددی فلمونو په باب څه دې؟ او بل ایا لدې لارې د افغانستان په باب د خلکو د پوهی لوړیدل هغه هیواد ته د امریکا او نړیوالی ټولنی له خوا نور ملاتړ تر لاسه کولای شي؟

یقینا او زه غواړم ووایم چی د خالد حسینی کتاب چی د گدی پران باز په نوم یادیږی په امریکا کې ډیر بری تر لاسه کړاو د تر ټولو ښه کتابونو په جمله کی او اوس هم دی.

زه فکر کوم چی دا د امریکاییانو د پاره د افغانستان د پیژندلو یوه وسیله ده. اوس یی دا دی فلم هم را ووت او زیات شمیر خلک به یی وگوري او لیدلای به یی وي. زه غواړم افغانان د امریکا په باب او امریکاییان د افغانستان په باب په هر څه پوه شي. زه غواړم چی د افغانستان خلک پدی پوه شی چی امریکاییان تر کومه حده د افغانستان او افغانانو بری ته ژمن دی د یوه کال نه وروسته به تاسو بیرته ملکي ژوند ته ستنه شی.

د افغانستان په اړه به مو ملاتړ ختم شی او که دوام به ورکوی او همدارنگه تاسو غواړی چی خلک مو په څه ډول په یاد ولری او د ځان نه څه ډول میراې پریدی؟ په سپینی ماڼی کی مو کوم کال ښی خاطری درلودی او ولی؟

زه نیت لرم چی د افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړم. امید دادی چی دا کارته د تل دپاره د ژوند تر پایه پوری دوام ورکړم. حیرانونکې خبره دا ده چی زما په یادیږی چی په نولسوه اوه پنځوسم کال کې کله چې زه یولس کلنه وم، او د تکساس د ایالت د مېدلند په شپږم ټولگي کی مې زده کړې کولی نو یو ځل ما پخله کورنۍ وظیفه د افغانستان په باب لیکلی وه.

دغه چی ما دغه رپوټ برابره ولو نو افغانستان راته د عجایباتو نه ډک یو هیواد ښکاره شو. هغه ډیر پخوا و، ما هیڅ فکر هم نه کاوه چی زه یوه ورځ افغانستان ته لاړه شم او د افغانستان د خلکو سره مې مینه او تړاو تر دې حده زیات شي. د اوس نه یو کال وروسته، کله چی د سپینې ماڼی نه شخصی ژوند ته بیرته ستانه شوو غواړو د جمهور رئیس یو کتابتون پرانیزو، زما هیله دا ده چی ددې کتابتون لویه برخه د افغانستان په باب وي.

او زه همدې کلونو ته سترگی په لاره یم چی افغانان، ښځی او نارینه د بش کتابتون ته دعوت کړم. زما بله هیله دا ده چې د افغان او امریکایی ښځو گډی شورا کی خپل خدمت ته همداسې دوام ورکړمهغه غونډه چی تاسو نن ولیدله یوازی یی د حکومت له خوا نه کیږي بلکه امید ده چی د جورج تون د پوهنتون مهمه او تر ټولو لویه برخه وگرځي.

زه غواړم چی د یوه ملکي وگړي په صفت افغانستان ته بیا په سفرونو لاړه شم.

یقینا په یپینه ماڼۍ کی زما تر ټولو خوږې خاطری د افغانستان سره تړلې دي. د بې سارو بدلونونو په راتلو ما ته ددی زمینه برابره شوه چې په هغه هیواد کې نجونې ښوونځي ته د تگ په حال کې وینم. او دا زما تر ټولو ښه خاطره ده چی په سترگو یی گورم.

په افغانستان کی ددې بدلونونو د را منځ ته کولو دپاره متحدو ایالاتو د خپلو همکاریو له لارې مرسته وکړه. خو دا هم مهمه ده چی په افغانستان کی ملکي ژوند ته وده ورکړ شي.

تر څو خلک په ازادی ووویلای شي چی زه غواړم چی اولاد می تعلیم تر لاسه کړي او زما اولاد د زده کړی او تعلیم اوتربیی د تر لاسه کولو حق لري.

او د هغو قواو او عناصرو په وړاندی ودریږی چی د هغوی د ماشومانو د تعلیم او تربیی مخنیوی کوي اوپه زغرده ورسره مبارزه وکړي زه پدی ویاړم چی متحده ایالات له بیلو لارو د افغانستان سره د تعلیم او تربیی په پرمختگ کی زیار اوباسي او مرسته ورسره کوي.

XS
SM
MD
LG