د لاس رسي وړ اتصالات

پروېز مشرف وعده کوى چې د انتخاباتو نتاېج به قبول کړي


د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف د اروپا د څلورو هېوادونو سفر پېل کړېدى. هغه په دې سفر کې دا وعده کوى چې په راتلونکې مېاشت کې به دده په هېواد کې انتخابات ازاد اوعادلانه وى.

ښاغلي مشرف نن ددوشنبى په ورځ په برسلز کې له خبرېالانو سره په خبرو کې، د اروپا او ناټو له مشرانو سره له ېوه مجلس نه مخکى، ووېل چې دى به د انتخاباتو نتاېج قبول کړى.

هغه دا هم ووېل چې که څه هم په دې تازه وختونو کې په پاکستان کې د گډوډېو او نارامېو له موجودېت سره سره دده هېواد دېموکراسى په لور سفر ته دوام ورکړېدى.

ښاغلى مشرف ووېل چې دده د سفر ېو هدف دا دى چې د پاکستان نوم ښه کړى او په خپل هېواد کې د وروستېو پېښو په باب سوء تفاهم لېرې کړى. هغه په دې لړکې په تېر کال کې په موقتى ډول د اظطرارى حالت داعلانولو ېادونه وکړه.

د پاکستان مشر به نن د بلجېم له صدر اعظم گاى ورها فستاد او د اروپاېې اتحاد له نورو مشرانو سره چې په هغو کې د اروپاېې اتحاد د خارجى پالېسى مشر هاوېر سولانه هم شامل دى ملاقات وکړى.

د پاکستان جمهور رئېس به د ناټو له منشى ېاپ دېهاپ شېفر سره هم ملاقات وکړى.

رپوټ وايي د ښاغلى مشر ف د اروپاېې سفر په مهال وېش کې فرانسى کې اوبرتانېې ته هم ورتگ شامل دى. نوموړى به د سوېټزرلنډ په ډاووس کې د نړى د کلنى اقتصادى مجلس په غونډه کې هم گډون وکړى.

سېاسى مبصرېن وايي دى توقع کولى شى چې له ده نه به په خپل هېواد کې د امنېتى حالاتوسره د مقابلى کولو په برخه کې پوښتنى وشى. ددې ترڅنگ به له ده نه په تېره مېاشت کې د بېنظېر بهټو د قتل په باب هم پوښتنى وشى.

XS
SM
MD
LG