په لومړی پړاو کی ملت پال مشر تامسلیوف نیکولیک، د خپل حریف نه په لږ فرق سره مخکی شوی و. اوس به غرب پلوی کاندید او جمهور ریس پوریس تادیک هڅه کوی چی دا دویم پړاووگټی.
سربیا د انتخاباتو کمیسون او ازاد څارونکی وایی چی ښاغلی نیکولیک ٣٩ فیصده رایی گټلی شی او جمهور ریس تادیک د ٣٥ فیصده رایوی گټلو امکان لری.
د انتخاباتو حتمی نتیجی به وروسته اعلانیږی سیاسی مبصرین وایی چی په کال ٢٠٠٠ کی د مولازویک د دوری د ختمیدونه پس دا اول ځل دی چی ٦١ فیصده خلک په رایو کی برخه اخلی.
او بل پړاو چی د فروری په دریمه کیدونکی دی، هغی کی د لا زیاتو خلکو د گډون اټکل شویدی. دا دواړه کاندیدان د کوسووو د استقلال سره مخالف دی؛ خو د جمهور ریس په مقابل کی ولاړ کاندید دا هم وایی چی هر هغه ملک چی د کوسووو ازادی غواړی، هغوی سره هم باید سخته معاله وشی.
همدا راز دواړه کاندیدان چی د اورپایی اتحاد سره د ښو اړیکو طرفدار دی، خو ښاغلی نیکولیک بیا ورسره یو څو شرطونه هم لری.