د لاس رسي وړ اتصالات

په امرېکا کې نن د مارتېن لوتر کنگ په وېاړ ملى رخصتى ده


په امرېکا کې نن د دوشنبى په ورځ ملى رخصتى ده. امرېکاېان په دې ډول مدنى حقوقو د وژل شوى مشر مارتېن لوتر کنگ چې ېوعېسوى ملاو درناوى او ېادونه کوى.

مارتېن لوتر کنگ په امرېکا کې د ١٩٥٠ او ١٩٦٠ په لسېزو کې مسالمت امېزه تحرېک د نژادى تبعېض خلاف وچلاوه. هغه وخت له تورپوستو امرېکا ېانو سره درنگ پر بنا تبعېض کېده.

لوتر کنگ په خپله ېوه مشهوره وېنا کې ( زه ېو تصور لرم) د خپلې هېلو او امېدونو په باب خبرى وکړې او وې وېل چې امرېکا به دخپلې عقېدې سره سم چې وايي ټول انسانان برابر خلق سوېدى ژوند وکړى.

هغه دغه مشهوره وېنا په ١٩٦٣ مېلادى کال کې د امرېکا د ېوه پخوانى جمهور رئېس ابراهام لنکن د د ېادگارى څلي په زېنو کې خلکو ته وکړه. له دېنه وروسته کلونو کې امرېکا د مدنى حقوقو ېوه مشهوره مسوده منظور کړه او مارتېن لوتر کنگ ته د نوبل جاېزه ورکړل شوه.

د امرېکا جمهور رئېس جورج بش امرېکاېان دېته وهڅول چې دمارتېن لوتر کنگ ورځ په دې ډول ولمانځى چې ېوه اوبل ته په مهربانى سره خدمت وکړى.

ښاغلى بش امرېکا ېانو ته ووېل چې دمارتېن لوتر کنگ له لارښوونو سره سم ژوند وکړى او دهغې ورځې لپاره په گډه کار وکړى چې د هرانسان، بشرى کرامت او وقارته آحترام او درناوى وسى.

مارتېن لوتر کنگ په ١٩٦٨ مېلادى کال کې دا پرېل په مېاشت کې د ټېنسې اېالت په ممفېس کې ووژل شو. دى هلته ددې لپاره تللى و چې د تنظېفاتو د کارگرانو د اعتصاب ملاتړ وکړى.

کنگ په دغه وخت کې ٣٩ کلن و.

XS
SM
MD
LG