د لاس رسي وړ اتصالات

په کینیا کې د تیرې میاشتې راهیسې تشدد دوام لري


د کینیا حکومت، د مخالف گوند دغه غوښتنه چې د هغو کارو بارونو سره مقاطعه وشي چې د جمهور رئیس کېابکى د متحدینو دي، یو ډول تخریبي عمل وباله.

د حکومت یوه اعلامیه چې نن د دوشنبې په ورځ خپره شوله، دغه غوښتنه یې د کینیایانو لپاره یوه سپکاوی وباله.

په کینیا کې د تیرې میاشتې راهیسې وژونکی تشدد دوام لري او دغه حالت د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د درغلۍ د ادعا په سبب رامنځ ته شوی دی.

ددغه انتخاباتو په نتیجه کې جمهور رئیس موې کیباکي یو ځل بیا په قدرت ورسید. د مخالف گوند مشر ریلا اودینگا او بین المللي څارونکي وايي چې په انتخاباتو کې ټگي برگي شوې وه. مخالف گوند خپلو پلویانو ته وویل چې هغه کاروباریانو سره مقاطعه وکړي چې د جمهور رئیس د متحدینو پورې اړه لري.

په دې کې د اکوتي بانک او د بس څو کمپنۍ شماملې دي. د شنبې د ورځې راهېسې د نایروبي د غریبو خلکو په سیمه کې څو کسان مړه شوي دي.

په دې انتخاباتو کې د دسمبر د میاشتې راهیسې ٦٥٠ کسان مړه شوي دي. اودینگا د پنجشنبې په ورځ د سوله ایزو غونډو غوښتنه وکړه.

په دې وختو کې ځنې مظاهرې ډیر شمیر ځاني تاوانونه یې ځان سره لرل.

XS
SM
MD
LG