د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د جېو په نامه ازاد تلوېزېون په خپرونو پېل کړېدى


په پاکستان کې ډېر مشهور او ازاد تلوېزېونى ستېشن بېرته په خپرونو باندى پېل وکړ. دغه تلوېزېونى ستېشن په پاکستان کې د اظطرارى حالت له اعلانېدلو نه وروسته بند شوى و.

د جېو په نامه تلوېزېونى ستېشن د هغو شخصى ستېشنونو له جملى نه دى چې د اظطرارى حالت په اړه بند شوى ول او اوس ېې په دې موافقه کړېده چې د حکومت د مقرراتو په نظر کې نېولو سره سم به خپرونى کوى.

په دغو مقرراتو کې دهغو خپرونو په محتوېانو باندى محدودېت او بندېز لگېږى چې په مستقېم ډول د حکومت په چارو انتقادونه کوى. د پاکستان جمهور رئېس پر وېز مشرف د ډېسېمبر په نېماېى کې اظطرارى حالت پاېته ورساوه خو د جېو په تلوېزېون باندى چې په دې شهرت لرى چې ډېرې سختى سېاسى خپرونى کوى، لگېدلى بندېز لېرې نشو.

د تلوېزېون دغې شبکى وکولى شول چې له دوبى نه دانټرنېټ له لارې خپلو خپرونو ته دوام ورکړى. خو د تېر کال په نومبر کې د متحد ه عربى اماراتو چارواکېو د ېو څو اونېو لپاره دهغوى په خپرونو بندېز ولگاوه.

جېو وروستى تلوېزېونى چېنل دى چې بندېز پرې لگېدلى و او تراوسه پورې نافذ و، خو نن ېې په خپرونو پېل کړېدى.

د پاکستان نورو خپرونو د حکومت د خپرونو د مقرراتو سره موافقه له پخوانه لاسلېک کړې وه.

XS
SM
MD
LG