د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: په یوه حمله کی پنځه تنه عسکر وژل شوي دی


د پاکستان پوځ وایی د توندروانو په یوه حمله کی پنځه تنه عسکر وژل سوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دی. د پوځ یو نطاق وایی توندروانو نن د افغانستان د سرحد سره نیژدې د جنوبی وزیریستان په قبایلی سیمه کی په یوه ښارگوټی کی پر یوې پوځی پوستې باندی حمله وکړه.

دا په دې میاشت کی پر دغی پوستې باندی دوهمه حمله وه. دی وایی په متقابله حمله کی یې توندورانو ته درانه تلفات اړولي دی.

دا حمله په داسی ورځ سوې ده چی د متحده ایالاتو امیرالبحر، ویلیام فالن، د پاکستان د لوی درستیز اشفاق کیاني سره د خبرو دپاره هغه هیواد ته رسېږی.

امیرالبحر فالن د افغانستان سرحد ته نژدې د ټروریسټانو د له منځه وړلو د پاره تازه د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ د همکاری غوښتنه کړې ده.

د افغانستان سرحد ته نیژدې ناکراری په داسی وخت کی زیاتی سوي دی چی د پاکستان پوځ په هغه سیمه کی د توندروانو د مشر، بیت الله مهسود، پر مرکزونو باندی حملې زیاتي کړي دی.

متحده ایالات او پاکستان د پخوانۍ صدر اعظمی بېنظیر بوټو د قتل پړه پر بیت الله مهسود باندی اچوی.

XS
SM
MD
LG