د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د جمهوری ریاست انتخابات - د بارک اوباما او د هلري کلنتن ترمنځ ترخې خبرې


د دیموکراتیک گوند د جمهوري ریاست لپاره دریو کاندیدانو په یوه مناظره کې چې د ‏‏سي ان ان لخوا جوړه شوې وه برخه واخیستله. دا مناظره د جنوبي کارولینا په ایالت کې وشوه او په هغې کې د سناتور بارک اوباما او د سناتورې هلري کلنتن ترمنځ ترخې خبرې وشوې.

دوی دواړه په دې ایالت کې د لمړنیو انتخاباتو لپاره په سخته سیالۍ لگیا دي. د دوو ساعتونو دا مناظره ډیر ژر په ناندریو بدله شوه.

هلري کلنتن او اوباما یو بل ته ترخې خبرې وکړې. کلنتن اوباما په دې تورن کړ چې ده په خپلو خبرو کې د جمهوري غوښتونکو د گوند دریځ ستایلی دی.

کلنتن وویل: "د رینو د ورځپاڼې سره تا د ریگن په هکله ویلي ؤ چې هغه یو اصلاح غوښتونکی مشر دی، او ما د هغه د نوم ذکر ونه کړ.

اوباما: " ستا میړه دغه کار وکړ."

کلنتن: " زه دلته یم او هغه دلته نشته!"

اوباما" "زه کله کله نه پوهیږم چې زه د چا په وړاندې مقابلې ته دریدلی یم."

سناتور اوباما وویل ما چې د رونالد ریگن خبره کړیده، هغه مې د امریکا په سیاست کې د یوه اصلاح غوښتونکی شخص په توگه معرفي کړی دی، خو ما د هغه او د جمهوري غوښتونکی گوند ستاینه نه ده کړې.

ده همدارنگه په دې خبره اعتراض وکړ چې د دې د میړه لخوا د ده د عراق په دریځ باندې غلطې خبرې شوي دي.

اوباما او هلري په نورو مسئلو کې هم سره ونښتل. دوی دواړو د تجربې خبره یاده کړه. د خبرو په منځ کې اوباما وویل ما هغه وخت چې د شیکاگو په ښار کې د غریبانو سره کار کاؤ، هلري هغه وخت د یوې قانون پوهې په صفت د وال مارت چې د پرچون خرڅلاو یوه ستره کمپني ده په رئیسه هیئت کې ناسته وه.

په مقابل کې هلري اوباما په دې تورن کړ چې په شیکاگو کې د ښار د بدماش سره یې کار کاؤ.

په مناظره کې د دموکراتیک گوند دریم کاندید، جان ادواردز، دواړه کاندیدان یې ملامت کړل چې په بې معنی خبرو لگیا دي. هغه وویل چې باید تاسو په مهمو مسئلو وغږیږئ.

د مناظرې په دوهمه برخه کې درې واړه کاندیدان خوا پخوا ناست وو. دا مناظره د مارتن لوتر کنگ د زیږیدنې په ورځ کې وشوه نو ځکه د مناظرې وروستۍ پوښتنه داوه چې که چیرې د بشري حقوقو دغه ستر مبارز اوس ژوندی وای، دی به د کوم کاندید پلوي کوله، جان ادواردز وویل چې گمان کوم دی به زما په پلوي وای ځکه ما دده په شان د بشري حقوقو لپاره مبارزې کړي دي.

اوباما وویل چې زما په نظر دی به د هیچا پلوي نه کوله بلکه یواځې د هغه غورځنگ ملگرتیا کوله چې د عادي خلکو سره تعلق لاره او د داسې یو بدلون غوښتونکی ؤ.

هلري وویل چې دا هیواد به هغه وخت ډیر قوي او غښتلی وي چې سیاسي مشران یې د بشري حقوقو ارزښتونو باندې ټینگار وکړي.

د جنوبي کارولینا تقریباً نیمايي جمعیت توران دي او د نظرغوښتنو نه داسې ښکاري چې دوی به د اوباما نه ملاتړ وکړي. مگر سره ددې هم هلري کلنتن په دې ایالت کې د خلکو او خاصتاً د ښځو په طبقه کې ملاتړي لري.

د جنوبي کوریا لمړني انتخابات د شنبې په ورځ کیږي او دې سره نژدې جوخت فوق العاده سه شنبې راتلونکې ده چې د فبرورۍ د پنځمې سره برابره ده او په دې ورځ لمړني انتخابات دا مریکا په ٢٢ ایالتونو کې همزمان سرته رسیږي.

XS
SM
MD
LG