د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو یو ستر پوځی قوماندان د خبرو دپاره پاکستان ته رسېدلی دی


د متحده یالاتو یو ستر پوځی قوماندان په داسی حال کی د خبرو د پاره پاکستان ته رسېدلی دی چی د هغه هیواد قواوي د افغانستان پرسرحد باندی د القاعده سره تړلو جنگیالیو سره جگړې ته دوام ورکوی.

د متحده ایالاتو د پوځی مرکزی قوماندانی قوماندان امیرالبحر ویلیام فالون، د پاکستان د لوی درستیز جنرال اشفاق کیانی سره وکتل.

دوی څو ساعته وروسته له هغه خبری سره وکړې چی توندورانو په جنوبی وزیریستان کی په یوه قبایلی سیمه کی پر یوه پوځی قلا باندی حمله وکړه.

د پاکستان د پوځ نطاق تورن جنرال اطهرعباس وایی توندروانو د لدا په سیمه کی پر یوې پوځی پوستې باندی حمله وکړه.

په دغه نښته کی لږترلږه پنځه تنه عسکر او اوه دېرش تنه توندوران وژل سوي دی. د پوځ مقامات وایی پوځیان د توندورانو په مقابل کی انتقامی عملیات کوی.

ده دا خبره رد کړه چی پوځیان په هغه سیمه کی پراخ تعرضی عملیات کوی. مقامات وایی نن د شمالی وزیریستان په یوه سیمه کی په نښتو کی لږترلږه دوه عسکر وژل سوي او شپږ نور ټپیان شوي دی.

XS
SM
MD
LG