د لاس رسي وړ اتصالات

رایس: د نړۍ قدرتونو پر اېران باندی د تعزیراتو د لگولو په برخه کی پرمختگ کړی دی


د متحده ایالاتو خارجه وزیره، کانډو لیزا رایس وایی د نړۍ قدرتونو پر اېران باندی د تعزیراتو د لگولو په برخه کی د ملگرو ملتونو د نوي فیصلې په عمل کولو کی، پرمختگ کړی دی. مگر پر دې خبری یې ټینگار کړی دی چی اوس موافقې ته نه دي رسېدلي.

رایس نن برلین ته د رسېدلو څخه وروسته دا خبری وکړې.

هغه د اېران د اټومی پروگرام په باب د امنیت د شورا د پنځو دایمی غړو او جرمني په غونډه کی د برخی ایسختلو دپاره جرمني ته تللې ده.

دې وویل د غونډی کونکي اوس هم ډېر زیات اختلافات سره لری. دې وویل که دوی د نویو تعزیراتو د لگېدلو په باب د فیصلې کولو پرته غونډه پای ته ورسوی، نو بیا به هم ددغی فیصلې د کولو پر لور گاومونه پورته کوی.

اېران ددغی غونډی څخه مخکی وویل نوي تعزیرات به اېران د اټومی پروگرام له تعقیبولو څخه را ونه گرځوی.

XS
SM
MD
LG