د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف، د فرانسې د جمهور ریس سره د خبرو دپاره، پاریس ته تللی دی


د پاکستان جمهور ریس پروېز مشرف د فرانسې د جمهور ریس، نیکلاس سرکوزې، سره د خبرو دپاره پاریس ته تللی دی.

هغه د پاکستان سره د بهرنی د ملاتړ ترلاس کولو لپاره، د اروپا دوره کوی. انتظار کېږی چی دواړه مشران د ټروریزم سره د پاکستان د مقابلې په باب هم خبری وکړی.

جمهور ریس مشرف پرون ناوخته له برکسل څخه پاریس ته ورسېدی. هغه په برکسل کی کوښښ وکړ چی د اروپا مشرانو ته اطمینان ورکړی چی په راتلونکې میاشت کی به په پاکستان کی پارلمانی انتخابات ازاد او عادلانه وی.

مگر مشرف دغه راز خبریالانو ته وویل د ده هیواد د ډیموکراټیکو اصلاحاتو د راوستلو لپاره زیات وخت ته ضرورت لری.

XS
SM
MD
LG