د لاس رسي وړ اتصالات

اسراېېلو له غزې نه ېوه برخه بندېزونه لېرې کړل


اسراېېلو وېلې دى چې د غزې تړانگې ته ېې دېوې ورځې لپاره د خوراکى شېانو او سون مواد و د لېږلو اجازه ورکړېده. په دې ډول هغوى پر غزه باندى دېوې اونى د بندېز ېوه برخه لېرې کړېده.

د اسراېېلو چارواکي وايي چې دوى غزې ته د دوه اعشارېه دوه ملېونو لېترو تېلو د ورلېږلو اجازه ورکوى چې د دغې سېمى د برېښنا دتولېد د ماشېنونو لپاره ترېنه کار واخېستل شى.

رپوټ وايي د سون په دغو موادو باندى د ېوې اونى لپاره برېښنا تولېد کېدلى سى. پردې سر بېره د روغتونو نو د جنرېټرونو او د پخلى لپاره د ډېزلو، خوراکى موادو او دوا دلېږلو اجازه هم شوېده.

اسراېېلو له تېرې پنجشنبى راهېسى د غزې په خلکو باندى بندېز لگولى و او دغه شېان ېې نه ور پرېښودل. اسراېېل وايي خپل سرحدېې له غزې سره په دې خاطر بند کړېدى چې فلسطېنېانو د جنوبى اسراېېلو د سدېرات په ښارگوټى باندى د راکټونو ډزې کولى.

د ملگرو ملتونو چارواکېو خبردارى ورکړى و چې که دغه حالت دوام وکړى، نو انسانى فاجعه اوغمېزه به منځته راشى. اوس ېې د اسراېېلود دغې پرېکړى هرکلى کړېدى. خو وايي چې داسراېېلو له خوانه په اېنده کې دسرحد د بندولو گواښ داخبره گرانوى څه چې نا ممکنه کوى ېې چې دغزې خلکو ته ته د ضرورى شېانو د لېږلو باورى پلان جوړ او عملى سى.

کرېس گننېس په بېت المقدس کې دملگرو ملتونو نطاق وايي: "داسراېېلو دا پالېسى چې نن ېو څه شېانو ته د لېږلو اجازه ورکوى اوسبا بېا اجازه نه ورکوى، موږ ته دا فرصت نه برابروى چې په غزه کې ېوملېون خلکوته د بشرى مرستود رسولو پلان جوړ او په دوامدار ډول ېې عملى کړو."

اسراېېل وايي چې ددوى دغې پالېسى چې خپل سرحد ېې بند که کار ورکړېدى. هغوى وايي کله چې په غزه کې برېښنا ولاړه نو د قسام راکټونو ډزې په سدېرات باندى بندې شوېدى.

د اسراېېلو د خارجه وزارت نطاق ارېا مېکل په دې برخه کې داسى وايي: "موږ به دغزې حالات وڅارو اوپه دوه شېانو پسى به وگورو. ېوبه داوى چې په اسراېېلو باندى د قسام دراکټونو د ډزو شمېر څومره دى. پردې سر بېره به موږ په غزه کې بشرى ستونزې هم وڅارو. موږ هلته بشرى فاجعه نه غواړو."

مېکل ووېل دا دوه شرطونه به زموږ په پرېکړه اثر ولرى چې موږ غواړى چې غزې ته نور شېان ور ولېږ و اوکه نه.

د امرېکا خارجه وزېره کانډو لېزا راېس وايى چې دې د اسراېېلو له چارواکېو سره خبرى کړېدى او هغوى ېې دېته هڅولى دى چې په غزه کې د بشرى ستونزو له منځته راوړلو نه ډډه وکړى.

XS
SM
MD
LG