د لاس رسي وړ اتصالات

د ایټالیې صدر اعظم د اعتماد د رایی د اخیستل کېدلو ږغ کړی دی


د ایټالیې صدراعظم، روامانو پروډی، د پارلمان په دواړو جرگو کی پر خپل حکومت باندی د اعتماد د رایی د اخیستل کېدلو ږغ کړی دی.

ده دغه اعلان نن د پارلمان په اولسی جرگه کی، چی د ده ایتلاف څرگند اکثریت پکښی لری، وکړ.

ټاکل سوې ده چی دغه رایه سبا واخیستله سی. د مشرانو په جرگه کی به، چی دی نور اکثریت نه پکښی لری، هم رایه اخیستله کېږی.

ددغی رایی د ایسختل کېدلو نیټه ټاکله سوې نه ده. ښاغلي پروډي وروسته له هغه د باور د رایی د اخیستل کېدلو ږغ وکړ چی د هغه یوه مهم متحد گوند د ده له ملاتړ څخه لاس واخیست.

د عدلیې پخواني وزیر کلیمینټ مسټیلا، چی د اداری فساد د یوې رسوایی په نتیجه کی یې استعفی وکړه، خپل گوند د حکومت څخه وایست او د صدر اعظم پروډی په حکومت کی د تغیراتو د راتللو سبب سو.

که پورډی ته د باور رایه ترلاسه نه کړه، نو دی به استعفی کولو ته مجبور سی.

XS
SM
MD
LG