د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق بودجه او نوی موقتی بیرغ


د عراق د پارلمان د وکیلانو ترمنځ بحث د هغه هیواد د بودجې منظورېدل، چی انتظارکېدی په اسانه به تصویب سی، ځنډولي دي.

د ۴٨ میلیارډو ډالرو دغه بودجه، پرون ماښام وروسته له هغه سختو ستونزو سره مخامخ شوه چی د شیعه او سنی عربانو او کردانو ترمنځ په دې باب بحثونه پیل سول چی دا پیسې به څرنگه لگول کېږی.

د پارلمان وکیلانو پر دې پېشنهاد باندی ډېر سخت جنجال سره وکړ چی د بودجې اوه لس فیصده دي د کردستان سیمی ته چی ډېر زیات تېل لری تخصیص شی.

د عراق پارلمان نن د یوه نوي موقتی بیرغ د جوړېدلو په باب رایه ورکړه او ویل یې چی نور به پر بیرغ باندی د وکیلانو په قول د صدام حسین په لاس کښل سوی الله اکبر نه څرگندېږی، بلکه پر بیرغونو باندی به دغه توری چاپېږی.

په دغه نوي بیرغ کی به درې ستوري هم له منځه ځی. خو بیرغ به اوس هم سور، سپین او تور رنگونه لری. عراقیان ادعا کوی چی زوړ بیرغ پر عراق باندی د صدام حسین د وحشیانه واکداری سړي ته ور په زړه کوی.

XS
SM
MD
LG