د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د کاناډا قوا 'نورو مرستو ته ضرورت لری!'


یوه مستقل کمېسیون ویلي دی چی په افغانستان د کاناډا قواوی د ناټو نورو مرستو ته ضرورت لری. یوه مستقل کمېسیون توصیه کړې ده چی کاناډا دي د افغانستان په جنوب کی خپل ماموریت یوازی هغه وخت تمدید کړی چی د ناټو هیوادونه هغی ناکراری سیمی ته نور پوځیان او جنگی وسایل واستوی.

دغه هیات وویل کاناډا باید له ناټو نه وغواړی چی لږترلږه زر پوځیان او هیلی کوپټرونه او پوځی وسایل د کندهار ناکراره ولایت ته ولېږی.

دغه هیات وویل که دا کار ونه شی نو کاناډا باید ناټو ته ووایی چی د کندهار نه به خپله امنیتی قوه را وباسی.

صدراعظم سټیفن هارپرغواړی چی د کاناډا پنځه ویشت سوه پوځیان لږترلږه تر کال ٢٠١١ پوری د ناټو د قواو سره په ایتلاف کی پاته شی.

د کاناډا د قواو اوسنی ماموریت په کال ٢٠٠٩ کی پای ته رسېږی، مگر د کاناډا د حکومت مخالفو گوندونو گواښ کړی دی چی که د هارپر حکومت د افغانستان نه خپل پوځیان راونه باسی نو حکومت به یې نسکور کړی.

په افغانستان کی د کاناډا اوه اویا عسکر او یو ډیپلوماټ وژل شوی دی. متحده ایالات په افغانستان کی د ناټو د پوځیانو زیاته برخه عسکر لری او شمېر یې ۴٢ زرو ته رسېږی.

XS
SM
MD
LG