د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کی د ناروې په سفارت باندی د حملې گواښ شوی دی


د ناروې مقامات وایی په کابل کی د هغوی په سفارت باندی د حملې گواښ شوی دی. د ناروې د خارجه وزارت نطاق پرون وویل چی په کابل کی د هغه هیواد سفارت ته محلې مامورینو اطلاع ورکړې ده چی د سفارت د ودانی په شمول، په څو اهدافو باندی د حملو خطر موجود دی.

د حکومت نطاق په دې باب د ورو اطلاعاتو له ورکولو نه ډډه کړې ده او سفارت پرانیستی دی.

ددغه نه مخکی په کابل کی د سیرینا په هوټل باندی تېره هفته یوه ځان مرگې حمله وشوه چی د دریو خارجیانوپه شمول یې اته تنه ووژل.

طالبانو د جنوری د څوارلسمی دهغی حملې مسولیت واخیست او دغه راز یې په هغو ځایونو باندی چی خارجیان ورته تگ راتگ کوی د نورو حملو گواښ وکړ.

ناروې په افغانستان کی څوسوه عسکر لری او د ناټو په رهبری د بین المللی امنیت د مرستی په قوه کی فعالیت کوی.

XS
SM
MD
LG