د کینیا په پایتخت نایروبی کی نن هغه وخت ناکراری پیل شوې چی د ملگرو ملتونو پخوانی عمومی منشی کوفی عنان د هغه هیواد د بحران د ختمولو په منظور د رقیبو سیاسی گوندونو سره د خبرو پیل کولو ته تیاری کوی.
د څکومت د مخالف ډیموکراټیک تحریک طرفدارانو د پولیسو سره په هغو مراسمو کی نښته وکړه چی د هغو په لس هاو کسانو درناوی یې کاوه چی د پولیسو سره په نښته کی وژل شوي وه.
کله چی مظاهره کونکو د ټرافیکو مخه بنده کړه او په پولیسو باندی یې ډبری واورولې نو پولیسو د اوښکی بهونکي گاز حمله ورباندی وکړه.
مظاهره کونکو دغه راز د حکومت تر کنټرول لاندی مخابراتو یوې ودانی ته اور واچاوه.
د ډسامبر د اوه ویشتمی د جمهوری ریاست د انتخاباتو راهیسی څه د پاسه شپږسوه پنځوس تنه وژل شوي دی. مخالف مشر رېلا اوډینگا په جمهور ریس ماوی کیباکی باندی تور لگولی دی چی د خپل بیا انتخابېدلو په رایه گیری کی یې غبن کړی دی.
کوفی عنان په نظر کی لری چی نن د دواړو کسانو سره وگوری او داسی ویه موافقه ترلاسه کړی چی دغی ناکراری ته خاتمه ورکړی..