د لاس رسي وړ اتصالات

د سری لانکا پوځ وایی د هغه هیواد په شمال کی یې حمله کړې ده


د سری لانکا پوځ وایی د هغه هیواد په شمال کی یې، چی فکرکېږی د تامیل پړانگانو مشر، ویلو پیلای پراباکارن، پکی پټ دی، حمله کړې ده.

د پوځ یوه نطاق وویل الوتکو یې نن د کیلی نوکچی د ښارگوټی سره نیژدې بمباري کړې ده. دغه نطاق نور تفصیل ورنه کړ او صرف دونه یې وویل پیلټانو د اهدافو د تباه کولو رپوټ ورکړی دی.

د سری لانکا جمهور ریس، مهیندا راجاپاکسا وویل، سره له هغه چی حکومت د یاغیانو سره د اوربند د ختمولو فیصله کړې ده، هغه د سری لانکا د قومی جدایی غوښتني پنځه ویشت کلن بحران ته د پوځی حل د پیدا کولو په لټه کی نه دی.

XS
SM
MD
LG