د لاس رسي وړ اتصالات

نن په اسیا کی د اسهامو بازارونه ډېر لوړ سول


نن د اسیا په اکثرو بازارانو کی د اسهامو بازارونه ځکه ډېر لوړ سول چی پانگه اچونکو د متحده ایالاتو د مرکزی بانک له خوا د سود د ادنازې د کمولو هرکلی وکړ.

په مانیلا، سیډنی، شانگهای او ټوکیو کی د اسهامو بازارونه له دوو څخه تر څلورو فیصدو پوری لوړ ولاړل؛ په داسی حال کی چی د هانگ کانگ د سینگ شاخص تقریبا یوولس فیصده لوړ سو.

د اسهامو بازارونو ته د دوو ورځو د نرخونو د رالوېدلو له امله ډېر زیات تاوان رسېدلی وو. د اروپا د اسهامو بازار د ورځی په سر کی څه باندی یو فیصد لوړ سو او وروسته بیرته مخ په کښته روان سو.

د متحده ایالاتو مرکزی بانک پرون د سود اندازه د یوه فیصد درې پرڅلور برخی وروسته له هغه کمه کړه چی د متحده ایالاتو د اقتصادی ودي د ورو کېدلو اندېښنه په نړۍ کی د اسهامو د بازارونو د رالوېدلو سبب سوه.

XS
SM
MD
LG