د لاس رسي وړ اتصالات

په تاریخ کی مهم سیاسی او غیر سیاسی پېښې


د کال ١٩٨٠ د جنوری پر څوارلمسه، د ملگرو ملتونو عمومی اسامبلې، د اته لس په مقابل کی، په ١٠۴ رایو پر افغانستان باندی د شوروی اتحاد د یرغل له امله خواشیینی ښکاره کړه او هغه هیواد ته یې یو ډیپلوماټیک گوزار ورکړ. په دغی پرېکړي کی د افغانستان څخه دټولو خارجی قواو د سمدستی او بې قید او شرطه وتلو غوښتنه سوې وه.

د ملگرو ملتونو د عمومی اسامبلې دغی پرېکړي په افغانستان کی د شوروی اتحاد پر مداخلې باندی کومه اغېزه نه درلوده، خو په ملگروملتونو کی د شوروی د مداخلې پر ضد ددونه زیاتو رایو څخه دا څرگنده وه چی د ساړه جنگ دوخت په سیاست کی ښایی تغیر راسی.

د کال ١٩٥٧ د نوامبر پر پنځه لسمه، د شوروی اتحاد مشر، نیکیتا خروسچیف، د یوه امریکایی خبریال سره په مرکه کی ادعا وکړه چی شوروی اتحاد تر متحده ایالاتو ډېر او ښه توغوندي لري؛ او امریکا ته یې بلنه ورکړه چی د توغوندیو د ویشتلو مسابقه ورسره وکړي څو دی خپله ادعا ثابته کړی.

د هغه دغی مرکې په امریکا کی دا وېره را پیدا کړه چی متحده ایالات د وسلو په مسابقه کی د شوروی اتحاد څخه ډېر شاته پاته دی. خو وروسته ثابته سوه چی د خروسچیف دغه ادعا خوشی لاپي وې.

د کال ١٩٧٧ د نوامبر پر نولسمه د مصر جمهور ریس، انورالسادات، یو بې سابقې کار وکړ. هغه بیت المقدس ته ولاړ او له اسراییلو سره یې د دایمی سولي د ټینگولو په منظور خبری پیل کړې.

د اسراییلو له صدراعظم مینیاخیم بیگین سره د انورالسادات کتني او د اسراییلو په پارلمان کی د هغه وینا، عربی نړۍ ډېره په قار کړه. سادات او بېگین په کال ١٩٧٨ کی د نوبل د سولی جایزه ترلاسه کړه.

د کال ١٩٨٠ د نوامبر پر دیرویشتمه، د ایټالیې په جنوب کی د یوې زلزلې په اثر څه دپاسه درې زره تنه ووژل سول. په ځینو برخو کی د تلفاتو ځکه ډېر لوړ وو چی دغه زلزله د یکشنبې په ماښام د مسیحیانو د عبادت په وخت کی وسوه.

او پر ډېرو خلکو باندی کلیساوی را ونړېدلې او ترلاندی مړه سول. دغه زلزله، چی د یرخیتر په حساب، اوه عشاریه دوې درجې وه، د یکشنبې د ماښام پر اوه بجې او څلور دېرش دقیقې وسوه. په ټوله ایټالیه کی د گ از د پایپ لاینونو د چاودلو په اثر اورونه ولگېدل.

XS
SM
MD
LG