د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي: تروریزم په ډیري چټکۍ سره په جنوبي اسیا کی خپریږی


د افغانستان جمهوررئیس د تروریزم د چټک خپریدو په باب خبر داری ورکړی دی. د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي، پرون خبر داری ورکړ چی تروریزم په ډیري چټکۍ سره په جنوبي آسیا کی خپریږی او نتیجې به یې په نوره نړۍ کی ډیري زیانمني او خطرناکي وی.

هغه چی د سویس زرلینډ په داووس کی په نړۍ واله اقتصادي غونډه کی یې وینا کوله په پاکستان کی د حالاتو خراپوالي او گډوډیو ته چی په دې وروستیو وختو کی مخالفه مشره بینظیر بوتو په کی ووژل شوه، اشاره وکړه.

ښاغلي کرزي وویل چی د تروریزم سره د مبارزې ستراتیژیو معکوسي نتیجې ورکړي دي، مگر هغه د خاصو حکومتونو او پالیسیو ذکر ونه کړ. هغه وویل چی د سیمی حکومتونه اوس باید د خبرو پر ځای عملي اقدامات وکړی.

پاکستان او افغانستان تل په یو بل باندی دا ملامتي اچولې چی د یاغي طالبانو د مخنیوي د پاره یې په کافي اندازه اقدامات نه دي کړي.

د امریکا د استخباراتو په یوه رپوټ کی چی د تیري جولای په میاشت کی خپور شو راغلي دي چی د القاعدې تروریستان د پاکستان په قبایلي سیمو کی خوندي او آرام هوسا ژوند کوی.

XS
SM
MD
LG