د لاس رسي وړ اتصالات

د برما درې تنه اتباع په سعودی عربستان کی اعدام سول


د برما درې تنه اتباع نن په سعودی عربستان کی وروسته له هغه اعدام سول چی دا ثابته سوه چی هغوی یوه کورته لوېدلي او د چاقو په زور یې د کور له څښتن څخه پیسې اخیستی دی.

دغه درې تنه، د مکې معظمې په ښار کی، په دې گناه اعدام سول چی د یوې ښځی کورته لوېدلي وه، هغه یې تړلې وه چی مقاماتو ته ټلفون ونه کړي. او بیای ېنو دهغې جواهرات او طلا ورڅخه وړي وه.

د سعودی عربستان مقامات د قتل، زبر زنا او مخدره موادو د قاچاق دپاره، د اعدام سزا ورکوی.

د سری لانکا څلور تنه اتباع تقریبا یو کال مخکی د وسله والی داړه ماری په تور، اعدام سول. د بشر د حقوقو موسسې، چی مرکز یې په متحده ایالاتو کی دی، ددغه کسانو محاکمه غندلې او ویلي یې دي چی د هغوی په محاکمه کی هیڅ ډول اصول نه دي رعایت سوي.

XS
SM
MD
LG