د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان او القاعده اوس 'زیاتره په پاکستان کی تعرضات کوی'


د امریکا یو لوړ رتبه قوماندان وایی چی طالبان او القاعده اوس زیاتره په پاکستان کی تعرضات کوی. د امریکا یو لوړ رتبه قوماندان تورن جنرال ‏(‎ ډېویډ رود ریگیوز)‎ وایی چی د ختیځ افغانستان په سرحدي سیمه کی د طالبانو او القاعدې قواو اوس د پاکستان په خوا خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

هغه وایی چی په پاکستان کی د حالاتو په خراپیدو سره د طالبانو او القاعدې ډلو چی په سرحدي سیمو کی اوسیږی، پاکستان ته مخ کړی او په دې برخه کی یې تر پخوانیو وختونو په خپلو کی همکاري زیاته کړې ده.

جنرال رود ریگیوز وایی چی هغو یاغیانو چی پاکستان ته یې توجه اړولې ده، شمیر یې په افغانستان کی کم شوی دی.

هغه وایی چی دی فکر نه کوی چی یاغیان به سږ کال په افغانستان کی کومه غټه حمله وکړی. دغه جنرال وویل چی په پاکستان کی دننه ددې حملو په زیاتیدو سره اوس د پاکستان نظامي مشران په دې قانع شوي دي چی دوی باید د طالبانو او القاعدې گواښونو ته چی اصلي هدف یې افغانستان و، جواب ووایی.

XS
SM
MD
LG