د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان په افغانستان کی پوځی عمیلاتو د ملاتړ ماموریت یې له سره نیولی دی


د جاپان یوه جنگی بېړۍ د هند سمند رته روانه ده او په افغانستان کی د متحده ایالاتو په رهبری پوځی عمیلاتو د ملاتړ ماموریت یې له سره نیولی دی.

دغه جنگی بېړۍ نن د جاپان د یوکوسوکا د سمندری اډې څخه روانه سوه. دغه جنگی بېړۍ به، چی یوه بله مرستیاله بېړۍ هم ورسره ده، د جمعې په ورځ د جاپان له اوبو څخه ووزی او هغو بېړیو ته به دسون مواد رسوی چی د ټروریزم پر ضد عملیاتو کی برخه اخلی.

د جاپان پارلمان د د ې میاشتی په سر کی یوه لایحه منظوره کړه او ددغه ماموریت اجازه یې ورکړه. د جاپان د دغه ماموریت موده د نوامبر په میاشت کی وروسته له هغه پای ته ورسېده چی د پارلمان د مشرانو په جرگه کی د حکومت مخالفو وکیلانو یې د تمدیدولو څخه ډډه وکړه.

دغه اقدام بالاخره په اولسی جرگه کی، د چی صدراعظم یاسوفوکودا حاکم ایتلاف پکښی اکثریت دی، منظور سو.

XS
SM
MD
LG