د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: د پولیسو او د القاعده سره تړلو توندروانو ترمنځ په ډزو کی یو پولیس وژل سوي دی


د ترکیې د اناتولیه خبری اژانس وایی د هغه هیواد په جنوب ختیځ کی د پولیسو او د القاعده سره تړلو توندروانو ترمنځ په ډزو کی یو پولیس او دوه تنه توندوران وژل سوي دی.

دغه رپوټ وایی په هغه نښته کی د نیمی شپې څخه وروسته پېښه سوه څلور تنه پولیس ټپیان شوي دی.

دغه نښته هغه وخت پیل سوه چی پولیسو د گازی انټیپ په ښار کی هغه کور تلاښی کاوه چی د القاعده ډلي مرکز پکښی جوړ کړی وو.

په هغه حمله کی اته لس تنه توقیف شول.

په دې وروستیو میاشتو کی د ترکیې امنیتی قواو په ټول هیواد کی د القاعده سره تړلو توندروانو باندی حملې زیاتی کړی دی.

القاعده په کال ٢٠٠٣ کی په استانبول کی د بمونو د هغو ځان مرگو حملو مسولیت واخیست چی څه د پاسه شپېته تنه پکښی ووژل سول. هغه حملې دبرټانیې پر قونسلگری، د یهودانو پر دوو عبادت ځایونو او یوه بین المللی بانک باندی سوي وې.

XS
SM
MD
LG