د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختیځ کی یو امریکایی عسکر وژل شوی دی


د افغانستان په ختیځ کی د امریکا په مشري په ائتلافي قواو کی یو امریکایی عسکر د جگړې په وخت وژل شوی دی . د ائتلاف په یوه بیانیه کی ویل شوي دي چی دا جگړه نن د کنړ د ولایت د ‏ نري ‏ په ولسوالي کی وشوه.

چارواکَی وایی چی د امریکا او افغان گډي قوې په کوم ځای کی یاغیان لټول چی پیدا یې کړی چی په دې وخت کی ډزي ورباندی وشوې . عسکرو متقابله حمله وکړه او د یاغیانو دغه ځای یې تباه کړ ائتلاف د نورو وژل شوو او زخمي شوو غسکرو هویت نه دی اعلان کړی ، مگر په کنړ کی د خارجي عسکرو اکثریت امریکایان دي . په دې پېښه کی یو افغان عسکر او یو ترجمان چی د ائتلافي قواو سره کار کوی هم زخمي شوی دی .

XS
SM
MD
LG