د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې دامریکا دمرستو درسولوکارکونکې تښتول شویده


دکندهاروالی اسداله خالد وائې، وسله والو کسانو نن دشنبی په ورځ ۴٩ کلنه ښځه او دهغې موټروان په داسی وخت کې وتښتاوه چې دوی دکندهار دښار په لور روان وو. ددغې امریکائې ښځې بورقه په سروه او کارته روانه وه . ښاغلئ خالد وائې، دغه ښځه دیوڅه وخت لپاره په دغه ولایت کې وسیدله . دی وائې، دغې دیوې غیر دولتی مؤسسې لپاره کارکاوه چې دکرهڼی او بیاودانولو چاری پرمخ بیائې. هیڅ ډلې تراوسه پوری ددغې ښځی دتښتولو مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی اوماموران دتښتونکو پسی گرځی.

دکندهار والی دغه تښتونکی دافغانستان دښمنان وبلل. ددوالمانیانو او دجنوبی کوریا دمسیحی مبلغینوپه شمول تیرکال په افغانستان کې یو شمیر غربیان تښتول شوی وو. پرون دجمعی په ورځ په بیلابیلو حملو کې لږترلږه دوه افغان عسکر او دامریکا په مشرې دائتلاف دقواو یوغړی وژل شویدی . دخوست په ولایت کې یو افغان ماموروویل، لږترلږه دوه عسکر هغه ووژل شول چې ددوی موټر دسرک دغاړی په بم باندی وربرابر شو. پرون دجمعی په ورځ دکنړپه ولایت کې دیاغیانو سره په جنگ کې دامریکا په مشری دائتلاف یوعسکرووژل شواو دری نور زخمیان شویدی .

یو افغان عسکر او یو ترجمان چې دائتلاف دقواوسره کارکوی دناړۍ په ولسوالې په نښته کې زخمیان شویدی. دائتلاف دقواو اعلامیه وائې، دائتلاف قواو او افغان عسکروپه گډه دیاغیانو پسی گرځیدل چې دزی ورباندی وشوی . دائتلاف قواو دخپلو عسکرو هویت ندی څرگند کړی مگر دافغانستان په ختیځ کې اکثره امریکائې عسکر دیره دی.

XS
SM
MD
LG