د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا د جمهورى رېاست د انتخاباتو لپاره کاندېدانو خپلى مبارزى پراخه کړېدى


د امرېکا د دېموکرات گوند کاندېدانو نن دېکشنبى په ورځ خپله انتخابى مبارزه په هغو دوه وېشتو اېالتونوکې په پراخه توگه پېل کړېده چې د فبرورى په پنځمه نېټه به پکى انتخابات وشى. د راتلونکى سه شنبى انتخابات ډېر اهمېت لرى.

د اېلناى اېالت سناتور براک اوباما وروسته له هغه نه چې د نېوېار ک له سناتورې هېلرى کلنتن نه په جنوبى کرولاېنا کې د شنبى په ورځ انتخابات وگټل اوس په جېورجېاکې دى.

سناتوره هېلرى کلنتن اوس په ټېنېسى کى په انتخابى مبارزې بوخته ده.

د جمهورى گوند له خوانه کاندېدان په فلورېډا کې په انتخاباتى مبارزو بوخت دى. په دغه اېالت کى به د گوندى کاندېدانو تر منځ انتخابات په سه شنبى باندى وشى. د فلورېډا په اېالت کې دانتخاباتو گټل د جمهورى گوند لپاره ډېر اهمېت لرى ځکه دغه اېالت ٥٧ نماېندگا ن لرى اود جمهور رئېس په انتخاب کې ډېر مهم نقش لرى.

دامرېکا د دېموکرات گوند دجمهورى رېاست لپاره دانتخاباتو په کاندېد انو کې سناتو ر براک اوباما په جنوبى کرولاېنا کى له سناتورې هېلرى کلنتن نه په غټ اکثرېت باندى گوندى انتخابات گټلى دى. رپوټ وايي دا انتخابات ددېموکرات گوند دکاندېدانو لپاره ډېر ه مهمه سېاسى ازموېنه وه.

په دغو انتخاباتوکې براک اوباما په سلو کې پنځه پنځوس راىى گټلى دى په داسى حال کې چې سناتورې هېلرى کلتن په سلو کې اوه وېشت گټلى دى او سناتور جان اېډورډز چى د جنوبى کرولاېنا داېالت سناتور دى په سلو کې اتلس راېې گټلى دى.

ښاغلي اوباما د خپلې کامېابى نه وروسته وېنا کې په خپل پېغام چې د بدلون پېغام دى ټېنگار وکړ. هغه ددېموکرات گوندد گوندى انتخاباتو په باب ووېل چې په دې انتخاباتو کې ماضى دمستقبل په مقابل کې ولاړه ده.

هغه د جمهورى غوښتونکېو راېو ورکوونکېو ته هم ووېل چې هغه بدلون چې دى ېې غواړى هغه دېو خاص سېاسى گوند لپاره ندى. د براک اوباما پلوېانو کې دامرېکا د گڼو نژادونو امرېکا ېان لکه تور پوستى، سپېن پوستى، اسېاېاېان او دلاتېنى امرېکا خلک شامل دى.

اوباما ووېل چې دهغه د پلوېانو شمېر ورځ په ورځ زېاتېږى. خو سروې گانى دا څرگندوى چې براک اوباما د جنوبى کرولاېنا په اېالت کې انتخابات د افرېقايى امرېکا ېانو په غټ ملاتړ باندى گټلى دى او په څلورو کې ېوه برخه راېې سپېن پوستو امرېکا ېانو ورکړېدى.

د اوباما په انتخابى مبارزې کې، ېوبل مهم کار چى د تقوېه کېدو سبب ېې شوېدى هغه دادى چې د جان اېف کېنډې لور کرولاېن کنېډى دهغه دمبارزې او کاندېد کېدلو ملاتړ کړېدى. هغى د ېنوېارک ټاېمز په ورځپاڼه کى لېکلى دى چې اوباما خلکو ته داسى امېدونه او نوې روحېه وربښى، لکه څنگه چې ددى پلار ېو وخت داکار کړى و.

په عېن حال کې د جمهورى گوند له خوانه د جمهورى رېاست کاندېدان په فلورېډا کې انتخابى مبارزى اومقابلى لپاره د سه شنبى په ورځ ځانونه چمتوکوى. ددغه اېالت والى چارلى کرېسټ د جمهورى رېاست کاندى سناتور جان مکېن تائېد کړېدى.

XS
SM
MD
LG